پاکستان : نړیواله محکمه دکلبهوشن د دوسیې څیړلو صلاحیت نه لري

هند پرله پسې دپاکستان څخه غوښتنه کړې چې کلبهوشن ته باید د قونصل رسائي ورکړل شي

پاکستان کې دپوځي محکمې له لوري د مخبرۍ په تور د مرګ په سزا د محکوم کړی شوي هندي وګړي کلهبوشن یادیو د دوسیې اوریدنې نه وروستو د انصاف نړیوالې محکمې په دغه هکله خپله پریکړه خوندي کړي ده.

پاکستان د انصاف نړیوالې محکمې ته ویلي چې دغه محکمه د کلبهوشن د دوسیې څیړلو صلاحیت نه لري اؤ هند دریځ خپل کړی چې پاکستان کلهبوشن ته د مرګ د سزا په اورولو کې دهغه بشري حقوق د پښو لاندې کړي دي.

کلهبوشن یادیو د هند د پوځ یو پخوانی افسر دی چې پاکستاني چارواکي دعوه کوي تیرکال د مارچ په میاشت کې یې د بلوچستان ایالت څخه نیولی دی.

پاکستان تور لګوي چې کلبهوشن یادیو پاکستان کې د هند دپاره مخبري کوله اؤ پوځي محکمه کې پرې دغه جرم ثابت شوی هم دی خو هند بیا وایي چې ښاغلی یادیو پاکستاني ځواکونو د ایران د خاورې څخه خپل ملک ته تښتولی دی.

دپاکستان پوځي محکمې په ۱۰م اپریل هغه ته د مرګ سزا اورؤلې وه خو هند په دغه سزا سخت غبرګون ښودلی اؤ په پاکستان کې کلهبوشن یادیو ته دقونصل د رسایي په نه تر لاسه کیدو یې دغه معامله په ۱۰م مئ د انصاف نړیوالې محکمې ته وړې ده.

د دوشنبې په ورځ د اروپائي هیواد نیدرلینډ په دي هیګ ښار کې د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې د کلبهوشن یادیو دوسیه څیړلې ده .

د دوسیې د اوریدنې په مهال د پاکستان په استازیتوب بیرسټر خاور قریشي ویلي د انصاف نړیواله محکمه ددغه دوسیې د اوریدنې صلاحیت نه لري ځکه چې د ویانا کنونشن تطبیق په ترهکرۍ اؤ مخبرۍ کې ککړو کسانو باندې نه کیږي.

پاکستان دریځ خپل کړو چې کلبهوشن یادیو یې د مخبرۍ په جرم نیولی اؤ محکمه کې ورته د صفایۍ پوره پوره حق ورکړی شوی خو په هغه لګیدلي تورونه ثابت شوي.

په دغه مهال پاکستاني قانوندانانو د انصاف نړیوالې محکمې نه غوښتنه کړې چې د کلبهوشن یادیو معامله د بیړني نوعیت نه ده ځکه نو محکمه دې د هند لخوا شوی خواست ناچله وګرځوي.

خو د هندوستان وکیل دیپک متل محکمې ته ویلي چې کلبهوشن یو بې ګناه هندي وکړی دی چې د تیر یو کال راهسې پاکستان کې بندی دی اؤ ورته د ویانا کنونشن په اساس حقونه نه دي ورکړل شوي.

هغه ویلي چې هند پرله پسې دپاکستان څخه غوښتنه کړې چې کلبهوشن ته باید د قونصل رسائي ورکړل شي ترڅو هند هم په هغه د لکول شوؤ تورونو د خپله انده پلټنې وکړي خو پاکستان ددغسې کولو نه ډډه کوي .

محکمې د دواړو خواؤ د دلیلونو اوریدلو څخه وروستو خپله پریکړه خوندي کړې اؤ ویلي یې دي چې ډیر زر به دغه پریکړه واوروي

پاکستان کې د پوځي محکمې له لوري کلبهوشن ته د مرګ د سزا اورول کیدو وروستو هند واضحه کړې چې که چرې پاکستان کلبهوشن ته د مرګ سزا ورکړي نو هند به دا یو پلان شوی قتل ګڼي خو پاکستان ویلي چې په کلبهوشن د مخبرۍ جرم ثابت شوی اؤ په دار به یې ځړوي