صدر ټرمپ پخپل لمړي سفر سعودي ته رسیدلی

امریکايي صدر به سعودي کې د یکشنبې په ورځ راجوړیدونکې د ۵۴ؤ اسلامي هیوادونو په سرمشریزه  غونډه کې برخه واخلي

د امریکا صدر ښاغلی ډونلډ ټرمپ دخالي په ورځ په خپل لمړي رسمي سفر سعودي عرب ته رسیدلی اؤ د سعودي عرب بادشاه سلمان بن عبدالعزیز ورته په هوايي ډګر تود هرکلی ویلی دی.

ټاکل شوې ده امریکايي صدر به سعودي کې د یکشنبې په ورځ راجوړیدونکې د ۵۴ؤ اسلامي هیوادونو په سرمشریزه غونډه کې برخه واخلي .

صدر ټرمپ اؤ دهغه اتحادیان هیله لري چې دغه سرمشریزه غونډه کې به په منځني ختیز کې دداعش د پراختیا د مخنیوي ، دایران د سیوا کیدونکي اثر د کمولو اؤ د عرب هیوادونو اؤ ناټو د ګډ ځواک جوړولو موقعه په لاس ورشي.

د عرب هیوادونو ترڅنګ په دغه غونډه کې دافغانستان صدر ښاغلي اشرف غني اؤ دپاکستان وزیراعظم میا نوازشریف هم ګډون کوي چې دغه دواړه هیوادونه د ترهګرۍ په معامله نن سبا خپلو کې سخت وران دي اؤ افغانستان په پاکستان د ترهګرو دپاللو تورونه لګوي.

د امریکا د صدر جوړیدو څخه وروستو کوم هیواد ته دا دصدر ټرمپ لمړی رسمي سفر دی چې په دغه سفر کې ورسره خپله میرمن ، یوه لور ، زوم اؤ صلاح کار هم ملګري دي.

د سعودي د سرښار ریاض په لارو کوڅو کې د امریکې او د سعودي عرب بیرغونه لگول شوي دي او د امریکايي صدر دپاره گڼ شمیر مصروفیات ترتیب شوي دي.

د امریکا نیویارک ټآئمز ورځپاڼه د سعودي عرب د خارجه وزارت ترجمان اوسامه نوگالي له قوله وايي په دغه سفر کې به ډانلډ ټرمپ د ٣٧ اسلامي ریاستونو د صدرانو او وزیراعظمانو سره ویني چې پکې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او د افغانستان صدر اشرف غني هم شامل دي.

د سعودي عرب خارجه وزیر عادل الجبیر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته ویلی وؤ د ایران مخه نیول، د ترهگرۍ نوغی ویستل او خپل روایتي تعلقات نور پراخول هغه موضوعات دي چې ریاض او واشنگټن پرې مکمل اتفاق لري.

د امريکه سرښار واشنگټن کې د څیړنې ادارې فاونډیشن فار ډیفنس اف ډیموکرسیز ،ایف ډي ډي څیړنکار ډیوډ واینبرگ وايي د امريکه لپاره مهم هدف د داعش تندروه ډلې په ضد د سعودي نوره مرسته تر لاسه کول دي- واینبرگ وايي خو دا نه ده معلومه چې سعودي د داعش په ضد څه قسمه کومک کولې شي ځکه چې هغه خو پخپله په یمن کې په جگړه که ښکیل دی- واینبرگ وايي البته سعودي د ترهگرود مالي وسیلو په مخه نیولو کې کردار ادا کولې شي.

د میډل ايسټ انسټیټوټ ډینل سرور وايي واشنگټن او ریاض ډېرې اقتصادي اړيکې لري او د صدر ټرمپ ددې سفر یو هدف دا هم دی چې د سعودي په امريکه کې سرمایه کاري زیاته کړي- سعودي د امريکه څخه په بیلینو ډالرو وسله اخلي او په امريکه کې یې په سلگونو اربونو ډالرو سرمایه کاري کړې ده.

صدر ټرمپ په خپل نهه ورځني سفر کې دسعودي عرب ورستو اسرايل ، اټلي او بیا بلجيم ته هم روان دی- د سعودي عربستان حکمرانانو ويلي دي د ښاغلي ټرمپ د صدارت په موده کې به د امرېکې سره خپلې پخوانۍ اړيکې لا پراخه کوي