حسن روحاني په دوهم وار د ایران صدر غوره شوی

Mideast Iran Election

په ایران کې د صدارتي ټولټاکنو دپاره د رائیو شمیرنه سرته رسیدلې اؤ ددې هیواد اوسنی صدر ښاغلي حسن روحاني یو ځل بیا د څلور کالو دپاره د هیواد صدر ټاکل شوی دی.

د خالي په ورځ د ایران سرکاري ټي وي د ټولټاکنو د کمیټې د مشر علي اصغر له خولې ویلي چې څه دپاسه څلورو کروړو رائیو کې دوه کروړه اؤ ۲۸لکه رایې حسن روحاني ګټلي دي.

بل لوري ته د ښاغلي روحاني مخالف صدارتي کاندید ابراهیم رئیسي پخپل سیال حسن روحاني ټولټاکنو کې د درغلۍ تورونه لکوي اؤ ویلي یې دي چې د روحاني پلویانو د رایې ورکولو مرکزونو کې پروپیګنډه کړې اؤ دا دټاکنو د قوانینو څخه سرغړونه ده.

په ایران کې د جمعې په ورځ صدارتي ټولټاکنې شوې وې چې ایراني اولس پکې په لویه کچه برخه اخستې وه.

د راېې ورکولو اخري وخت د ماښام ۶ بجې وو کوم چې بیا د شپې لسو پورې وغځول شو ځکه ګڼ شمیر خلک لا هم راېې اچولو ته ولاړ وو.

د ایران موجوده صدر حسن روحاني خپل سیاسي راتلونکی او په انتخاباتو کې خپله لویه نعره د امریکا او نړۍ شپږو طاقتونو سره شوې لوظنامه، او د تهران نه پورته شوي اقتصادي بندیزونه ایښودي وؤ.

خو د هغه ستر مخالف سیال ابراهیم ریېسي بیا په دغو کارونو سختې نیوکې کړې وې او ویلي یې وؤ د ایران په بنکي او اقتصادي نظام لا هم بندیزونه پراته دي.

۶۸ کلن حسن روحاني یو مینځ لاری شخص ګڼل کیږي چې په کال ۲۰۱۵م کې یې نړیوالو مشرانو سره د خپل هیواد اټومي پروګرام په هکله یو مهم تړون کړی ؤ.

دهغه مخالف سیال ابراهیم رئیسي د پخوانو خیالاتو لرونکی یو مذهبي عالم دی چې داسې ګمان کیدو په پټه ورته د ایران دستر روحاني مشر ایت الله علی خامنه ایي ملاتړ هم ترلاسه دی.

په ایران کې د کال ۱۹۷۹داسلامی انقلاب وروستو دعملي شوي سیاسي نظام لاندې هر صدارتي کاندید له د هیواد مذهبي شورا نه منظوري اخستل وي.

که څه هم د ایران صدر په یو شمیر حکومتي فیصلو اختیار لري خوستر روحاني مشر د ایران په ریاستي پالیسیانو بیا هم خپله فیصله ورکولی شي.