برطانيه کې د نورو بريدونو خطره، کلک امنيتي تدابير نيول شوي

برطانيه په ملک کې د ترهګرۍ خطره تر ټولو لوړې درجې پورې سېوا کړې ده.

د برطانيې وزيراعظمې ټريسامی د سه شنبې په ورځ ویلي په ملک کې د نورو ترهګرو بریدونو خطره موجوده ده او د امنيتي تدابيرو په لړ کې د پوليس د مرستې دپاره پوځ ځای په ځای کړی شوی دی.

برطانيه په ملک کې د ترهګرۍ خطره تر ټولو لوړې درجې پورې سېوا کړې ده.

می يوه ورځ وروستو له هغې وېنا کړې چې په مانچسټر کې د امریکايي سندرغاړې اريانا ګرانډی کنسرټ روان او ځانمرګي ځان ته چاؤدنه ورکړې ۲۲ تنه يې وژلي او نزدې ۶۰ نور يې ژوبل کړي وو.

وزيراعظمې ویلي د غټو غونډو لکه د فټ بال مېچونو او نورو کنسرټو دپاره د پوليس سره د پوځ سرتيري په ځای کولی شي.

هغې ويلي د ترهګرۍ ګواښ د خطرې تر حده سېوا شوی او د هغې مطلب دا دی چې په نزديو کې د بل ترهګر برید ويره ده.

د ښاغلې په وېنا د دې امکان چې د دوشنبې په بريد کې يوه ډله يا يو تن ککړ ؤ پوليس دغه معلومات رايوځای کوي.

پوليس د ځانمرګي پېژندګلو د ۲۲کلن سلمان عابدي په نوم کړې خو د هغه نور معلومات يې نه دي ورکړي.

داعش د بريد زمه واري منلې خو د برطانيې يا امريکا استخباراتو يې پخلی نه دی کړی.

پوليس د سه شنبې په ورځ مانچسټر چهاپه وهلې چاؤدېدونکي مواد يې ترلاسه کړي يو ۲۳ کلن تن يې نيولی خو د هغه په اړوند يې څه معلومات نه دي خپاره کړي چې بريد کې ککړتيا لري.