افغانستان:تازه عملیاتو کې دداعش نور۲۹ جنګیالي وژل شوي

په ننګرهار ولایت کې تندروه ډله داعش د ټول افغانستان په پرتله زیاته فعاله ده.

دافغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې د تندروه ډلې داعش په پټو ځالو چټک هوایي بریدونه کړي چې پکې دداعش ۲۹ جنګیالي وژل شوی.

په افغانستان کې دداعش په ضد تازه عملیاتو کې د داعش د۲۹ جنګیالو د وژنې دا راپورونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې په عین حال کې د نړۍ د۲۵ؤ هیوادونو اؤ دریوؤ سازمانونو مشران پلازمینه کابل کې راټول شوي اؤ افغانستان کې د امن اؤ سولې د ټینګښت په لارو چارو خبرې کوي.

ننګرهار د افغانستان هغه ختیزه صوبه یا ولایت دی چې پولې یې پاکستان سره لګیدلي اؤ افغان حکومت په پاکستان تور لګوي چې کابل کې د جګړې بازار دپاکستان استخباراتي شبکې تود ساتلی دی.

په ننګرهار ولایت کې تندروه ډله داعش د ټول افغانستان په پرتله زیاته فعاله ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطآء الله خوګیاني د سه شنبې په ورځ مطبوعاتو ته ویلي چې دداعش د جنګیالو په ضد دا تازه عملیات د ننګرهار د کوټ اولسوالۍ په نرګوسۍ سیمه کې شوي دي.

د والي ویاند دعوه کړې ده چې د تیر یوشواروز په دغو عملیاتو کې دداعش ۲۹ جنګیالي وژل شوي چې ګڼ شمیر پکې بهرني هم دي خو هغه نه ده ښودلې چې د بهرنو جنګبالو تعلق د کومو هیوادونو سره دی .

له دې وړاندې چې د روان کال د اپریل میاشت کې د کوټ اولسوالۍ سره نزدې د اچین په اولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو دداعش په جنګیالو د بمونو د مور په نوم د نړۍ تر ټولو ستر بم غورځولی ؤ د ننګرهار چارواکو هغې کې هم د ۱۳ؤ بهرنیو جنګیالو د وژل کیدو دعوه کړې وه.

چارواکو په هاغه مهال ویلي وؤ چې وژل شوؤ کې د پاکستان دپوځ یو پخوانی افسر هم شامل دی.

د افغانستان پلازمینه کابل کې دا مهال د نړۍ د۲۵ هیوادونو اؤ دریوؤ سازمانونو غونډه د کابل د پروسې په نوم په سختو امنیتي تدابیرو کې روانه ده.

د غونډې د ځای ته ټولې غځیدلې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي. خو د دغو سختو امنیتي تدابیرو باوجود هم نن له غرمې مخکې یولس نیمې بجې د کابل ښار پر مرکزي برخې یو توغندی لګیدلی چې کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.