صدر ټرمپ د قطر سفارتي جنجال کې د مينځګريتوب وړانديز کړی

د فريقېنو ترمنځ د اختلافاتو لرې کولو دپاره صدر د مرستې وړانديز کړی چې پکې، که ضرورت پېښ شو د سپينې ماڼۍ سره ليدنه هم شامل ده.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د قطر امير شېخ تميم بن حماد الثاني سره په ټیليفون خبرې کړي او د قطر د ګاونډيانو سره د سفارتي جنجال په اړوند یې ورته د مينځګريتوب وړانديز کړی دی.

په ټيليفوني خبرو کې "صدر ټرمپ د دې عزم څرګندونه کړې چې ترهګرۍ ته د ماتې او سيمه ييز ثبات ته د ودې ورکولو دپاره د خليج د همکارۍ کونسل او پياوړي امريکايي خليج همکارۍ کونسل ملګرتيا ته اړتيا لري".

د بيان ترمخه " د فريقېنو ترمنځ د اختلافاتو لرې کولو دپاره صدر د مرستې وړانديز کړی چې پکې، که ضرورت پېښ شو د سپينې ماڼۍ سره ليدنه هم شامل ده".

د ټرمپ د وړانديز نه وړاندې د امريکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د روانې اوونۍ په وړومبیو کې ويلي ؤ چې امریکا د خليج د همکارۍ تنظيم يو ځای ساتلو په اړوند مرستو دپاره ژمنه ده.

د دوشنبې په ورځ سعودي عرب، مصر، بحرېن، متحده عرب اماراتو، يمن او مالديپ د قطر سره سفارتي اړيکي قطع کړي وې او په قطر د ترهګرۍ د ملاتړ تور لګول شوی ؤ.

سپينې ماڼۍ ويلي دي چې د سعودي عرب شاه سلمان بن عبدالعزيز سره د سه شنبې په ورځ خبرو کې صدر ټرمپ د خليج د يو والي ډاډګېرنه کړې وه.

له دې يوه ورځ وړاندې صدر په سيمه کې د ترهګرۍ د مشرۍ، د ايران او تُندلارو ډلو د ملاتړ کولو په تور د قطر او عرب ملکونو ترمنځ سفارتي جنجال کمولو خبره کړې وه.

د سه شنبې په ورځ ټويټر باندې درې پېغامونو کې ټرمپ د قطر يواځې کولو د سعودي عرب دغه ګام په خپل نوم کړی چې دا کار د هغه په وېنا شوې.

منځني ختيځ کې د امريکې تر ټولو غټه پوځي اډه په دوحه کې ده.