داعش په بلوچستان کې د دوه چینايي وګړو د وژنې ادعا کړې

پاکستاني چارواکي د اوږدې مودې نه په دې خبره ټينګار کوي چې داعش ډله په ملک کې په منظم ډول شتون نه لري،

داعش د زیارت يا پنجشنبې په ورځ ادعا کړې چې د پاکستان بلوچستان صوبه کې تښتولي دوه چينايي وګړي يې وژلي دي.

د چينايي ژبې زده کړې ورکوونکي دوه تنه (ښځه او سړی) دوه اوونۍ وړاندې د صوبې د مرکز کوټې څخه د وسلې په زور تښتول شوي وو.

د چينايي وګړو تښتولو په وخت يوه چينايي ښځه د وسله والو نه په تېښته کې بريالۍ شوې وه.

د زيارت يا پنجشنبې د ورځې پورې د دغه پېښې زمه واري چا نه وه منلې، او په شام کې د فعاله ترهګرې ډلې خبري ادارې اعماق يې د وژنې اعلان کړی دی.

د صوبې وياند وي او ای ته ويلي چارواکي د زمه وارۍ قبلولو د راپور د پخلي کولو دپاره پلټنې کوي.

د چينايي وګړو د وژنې خبر څو ساعته وروستو له هغې مخې ته راغلی چې د پاکستان پوځ د صوبې د مرکز کوټې څخه په ۵۰ کلوميټره فاصله مستونګ سيمې سره نزدې د داعش ډلې د مهم مرکز په ضد په غټه کچه د ترسره شوؤ عملياتو تفصيل خپور کړو.

د پاکستان پوځ ويلي د داعش په مرکز بريد کې يې ۱۲ سخت دريځه وسله وال وژلي او د درېو ورځو دا عمليات چې د اتوار په ورځ سرته رسېدلي پينځه پوځي سرتيري پکې هم ژوبل شوي وو.

پوځي وياند ويلي په سيمه کې لشکرجهنګوي العالمي ډلې د لسو کلوميټرو نه زيات پيچلي غارونه نيولي ؤ، دا سني ډله په پاکستان کې شيعه مسلمانانو باندې د وژونکو بريدونو په نوم پېژندل کيږي.

دا ډله د القاعده پلوي کارېدلې خو پاکستاني چارواکي وايي دې په وروستيو کې به پاکستان کې د داعش ډلې د ځای کېدو په لړ کې مرسته کړې ده.

داعش په وروستيو کې په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو زمه وارۍ منلي چې پکې تېره مياشت مستونګ کې د ځانمرګي بريد زمه واري هم شامل وه، په دې بريد کې ۲۵ تنه وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکي د اوږدې مودې نه په دې خبره ټينګار کوي چې داعش ډله په ملک کې په منظم ډول شتون نه لري، خو ناقدين وايي په مستونګ کې د داعش په مرکز عمليات د چارواکو د بيانونو تضاد په ډاګه کوي.

پوځ د داعش په مرکز د چهاپې ويډيو خپره کړې ده. چارواکي وايي بم جوړؤنکي مواد يې تباه کړي، خودکش جېکټې، ګرنېډونه، ټوپکې او ۵۰ کلو چاؤدېدونکي مواد يې ترلاسه کړي دي.