دچین دبهرنو چارو وزیر دسولې هڅو دپاره کابل ته رسیدلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د ستونزو د هوارولو په موخه نن د شنبې په ورځ په یو ورځني سفر کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند حمد شکیب مستغني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به کابل ته د خپل ننني یو ورځني سفر په ترڅ کې د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره لیده کاته ولري.

ښاغلي مستغني وویل "ټاکل شوې د چین د بهرنیو چارو وزیر به افغان مشرانو او چارواکو سره د افغانستان د سولې څخه د چین د ملاتړ، ترهګرۍ او د چین او افغانستان ترمنځ په دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د صلاح الدین رباني سره د چین د وانگ یي د کتنې په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې، خپل افغان سیال ته ویلي چې کابل ته یې د سفر هدف په قزاقستان کې د افغانستان او چین د جمهوررئیسانو ترمنځ د شانهګای د سرمشریزي په څنډو کې شوو خبرو په ځانګړي ډول د تروریزم او افراطیت سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، د افغانستان د سولې له بهیر څخه د چین ملاتړ په باب مسایل جوړوي.

دا بیان وایي چې چین بهرنیو چارو وزیر د سولې د ټینګیدو په برخه کې د افغانستان د دوامدارو هڅو ستاینه کړې او د کابل پروسې څخه یې د خپل هیواد د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست صلاح الدین رباني په افغانستان کې سولې د تينګیدو او په دې برخه کې سیمه ییزې اجماع په رامنځ ته کیدو او د افغانستان له غوښتنو لپاره د سیمې د هیوادونو د ملاتړ په برابرولو کې د چین ونډه خورا مهمه بللې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یو بیان کې ویلي چې کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د رارسیدلو پر مهال د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هرکلی وویلو

د مخه د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو چې د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د منځګړیتوب په نیت افغانستان ته سفر کوي.

پاکستان ویلي چې ټاکل شوې د چین د بهرنیو چارو وزیر به له کابل څخه وروسته له اسلام اباد څخه هم لیدنه وکړي.

(د اشنا راډیو په مننه)