د امریکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د اتوار په ورځ ویلي د قطر دپاره به د سعودي عرب او اتحاديانو غوښتنې منل ډېرې ګرانې وي، هغه د خبرو د لارې د خليج د قطع سفارتکارۍ هوارولو په خبره زور راوړی.
قطر يوه ورځ وړاندې دغه غوښتنې نامناسبه او د خپلو اعلٰی اقدارو په ضد بللې او رد کړې وې.
ټېلرسن ویلي " ځينې مهم معاملات دي چې د روانو خبرو بنیاد ګرځېدی شي او د هغې نه حل پله پرمختګ کېدی شي".
په قطر د ترهګرۍ د ملاتړ د تور لګولو وروستو څلور عرب هېوادونو قطر سره سفارتي اړيکې قطع کړي او بيا يې د روغې دپاره خپلې غوښتنې کويت ته ورکړي دي.
په غوښتنو کې د الجزيره ټیلي ويژن چېنل بندول، د اخوان المسلمين، داعش، القاعده او لبنان کې د ايران په ملاتړ حزب الله تحريک سره اړيکې ختمول شامل دي.
قطر ویلي، غوښتنې د هغې خبرې پخلی کوي کومې چې قطر د وړاندې نه کوي، چې د " ناجائزه ناکه بندۍ د ترهګرۍ د مخنيوي سره هيڅ تعلق نشته، دا يواځې د قطر د واک کمولو او خارجه پاليسۍ نورو ته سپارولو دپاره شوي دي".
ټېلرسن ويلي " د هر ملک دپاره بل ګټور قدم دا وي چې هغه کښېني خبرې دوامداره وساتي، مونږ ګڼو چې زمونږ همکاران به هغه وخت پياوړي چې د يو هدف دپاره کار وکړي په کوم چې زمونږ دټولو اتفاق دی چې د ترهګرۍ او تُندورۍ مخه ونيسي".