پاکستان کې د زرعي شعبې (کرکيلې) د پرمختګ او زرعي پېدوار سېوا کولو دپاره موبايل فون او سيټلائټ ټيکنالوجي د يوې نوې لارې په توګه کارېدل پېل شوي دي.
د ایشيايي پرمختيايي بينک د کال ۲۰۱۳م د رپورټ ترمخه د پاکستان شمار په داسې ملکونو کې ؤ، چرته چې د اوبو ستونزو راپېښه ده، د رپورټ ترمخه پاکستان يو داسې ملک دی چرته چې يواځې د ۳۰ ورځو دپاره د اوبو جمع کولو ګُنجائش موجود دی.
پوهان وايي د هر يو ملک دپاره لږ ترلږه د زرو ورځو د اوبو جمع کولو صلاحیت يا ظرفيت پکار دي.
پاکستان کې د يو تن دپاره د اوبو مقدار دومره دی څومره چې په شام کې دی، په شام کې د اوبو کمی د وچکالۍ په رنګ حالات پېدا شوي او هغې کورنو جګړو ته لاره هواره کړې.
پاکستان کې د اوبو د ستونزې څو علتونه دي، چې پکې د اب وهوا بدلون، ابادۍ کې سېوا والی، په ځایي کچ ناقصه انتظام او د اوبو په اړوند د زمیدارو زيات ضرورت.
د اوبو ستونزه د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې بې ثباتۍ پله ديکه کوي ځکه چې د دواړو ملکونو ترمنځ دريابونه اوبه ويشي.
پاکستان کې زميدارو ته د ټيوب وېل د لارې اوبه په ګران قيمت پريوځي، ځکه چې د بجلۍ د نشتوالي له سببه زميدار په ډيزلو انجنې چلوي او اوبه پرې رااوباسي.
او څومره څومره چې اوبه راويستل کيږي د هغې کچه په ځمکه کې لاندې ځي او د لاندې سطحې نه د اوبو راويستو دپاره بيا ډيزل ډېر کاريږي.
پاکستان کې زياتره زمیدار د کرکيلې د نوو طريقو څخه نه دي خبر، فصلونو ته د ضرورت نه زیاتې اوبه ورکوي د کوم نه چې يو لورته د اوبو خرڅ زيات کيږي او بل لور ته د يو اېکټر په سر پېدوار کميږي.
فصلونو ته د زياتو اوبو ورکولو يو علت دا دی چې زياتره زمیدار وايي د مشرانو يې اورېدلي چې د زياتو اوبو نه زیات پېدوار ترلاسه کېدی شي.
پاکستان کې د څيړنې کونسل د اوبو د وسائلو د شعبې په يو رپورټ کې ويلي چې د وريژو فصل ته د هغې د ضرورت نه درې چنده زياتې اوبه ورکړی کيږي.
پاکستاني پوهان د يونيورسټي اف واشنګټن د سائنس پوهانو سره په ګډه زميدارو ته د فصلونو د اوبه خور نه د خبردارۍ يو پروګرام تابيا کړې ده.
پاکستان تېر کال د سپرلي په موسم کښې دا پروګرام پېل کړی او په وړومبي پروګرام کې ۷۰۰ زميدار په دې پروګرام کې شامل کړی شوي وو.
سږکال د جنوري پورې د لسو زرو نه زياتو زمیدارو ته په خپلو موبايل ټيلیفونونو د پوهانو داسې پېغامونه ترلاسه شوي چې پکې د بېلګې په توګه ويل شوي، ستاسو د کېلې فصل ته په دې اوونۍ کې د دوه انچې اوبو ضرورت دی.
په موبايل ټيليفونونو دا پېغامونو د یو د خودکار نظام د لارې لېږل کيږي. په دې نظام کې د سيټلائټ نه مواد رايوځای کيږي او داد کمپيوټر په پروګرام کې کاريږي او نتيجې ترې اخستلی شي د کوم نه چې د هر زميدار د ضرورت انداز لګول کيږي چې هغه ته د خپل کرلي فصل دپاره د څومره اوبو ضرورت دی.
د هغې وروستو د هغه په موبايل ټيليفون پېغام لېږل کيږي او دغه رابطه ورسره روانه وي او دا معلومولی شي چې د ادارې په مشورو پېداوار باندې څه اثر پريوځي.
د ادارې یو غړي فېصل حسېن وایس اف امریکا ته ویلي يو زميدار ورته ويلي د غنمو فصل يې د ګاونډي نه ۷۰۰ کلوګرامه د اېکړ په سر زيات شوی دی.
د پنجاب حکومت زميدار دې نظام ته راوستو او زرعي پېداوار سېوا کولو دپاره ۵۰ زره سمارټ فونونه په زمیدارو ويشي.