صوابۍ کې د صحت د محکمې کارکوونکی وژل شوی

د وژل شوي تن د چا سره شخصي دښمني نه وه، پوليس د پېښې پلټنې کړي او مالومات به يې وشي.

د خېبرپښتونخوا صوابۍ ضلع کې نامالومو وسله والو د صحت د محکمې د ايي پي آئي يا واکسينو د څانګې يو کارکوونکی په ډزو وژلی دی.

د پوليسو په وېنا د واکسينو د څانګې کار کوونکی سهېل خان د نارنجي سيمې نه خپل کلي کالوخان ته روان ؤ او په پرمولو علاقه کې پرې نامالومو وسله والو ډزې کړي اوهغه په ځای يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د صوابۍ د پوليس وياند لياقت علي ډيوه ریډيو سره خبرو کې پخلی کړی چې "دغه تن د ماسپخين نه پس په لاره روان ؤ په کلاشنکوف پرې کسانو ډزې کړي او وژلی يې دی".

هغه ووېل د وژل شوي تن د چا سره شخصي دښمني نه وه، پوليس د پېښې پلټنې کړي او مالومات به يې وشي.

د صحت د محکمې چارواکو ويلي سهېل خان د کال ۲۰۱۶م نه په اداره کې کار کولو.

د پېښې زمه واري لا چا نه ده قبوله کړې.

صوابۍ کې له دې وړاندې هم په پولیس، امنيتي ادارو او غېردولتي تنظيمونو په کار کوونکو وژونکې حملې شوي او د پوليو ټيمونه هم په نخښه شوي دي.

څيړونکې وايي صوابۍ کې مختلف مذهبي تنظیمونه موجود دي، په هغو کې ځينې د پوليو او نورو غېر دولتي ادارو مخالفت کوي.

او په صوابۍ نه يواځې پوليس او صحت د محکمې د کارمندانو سره د غېردولتي تنظميونو غړي په نخښه شوي بلکې د پوځ سره پکې د وسله والو مقابلې هم شوي دي.

څیړونکې وايي دغلته د تُندلارو شتون يو ګواښ دی او که په وخت يې د مخنيوي دپاره ګامونه پورته نه کړی شوی نور خطرناک ثابتېدی شي.