خېبرپښتونخوا کې ۷۵فيصده ترهګري کمه شوې ده، صلاح الدين محسود

پوليس د ترهګرۍ په ضد چمتو دي جنګيږي عمليات يې دوام لري.

د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليس مشر صلاح الدين خان محسود ویلي، صوبه کې د کال ۲۰۱۴م په پرتله نن ۷۵فيصده ترهګري کمه شوې ده، خو اوس هم اندېښنې شته او پوليس ورته چمتو دي.

صلاح الدين محسود ډیوه رېډیو سره ځانګړې مرکه ويلي،د ۱۳۰۰ نه زيات ترهګر جېلونو ته لېږل شوي ۸۹۵ مقدمې چالان کړی شوي او په تېر شپږو میاشتو کې په صوبه کې د ترهګرۍ يوه غټه پېښه نه ده شوې.

نوموړي وويل پوليس د ترهګرۍ په ضد چمتو دي جنګيږي عمليات يې دوام لري.

هغه زیاته کړه د پوليس کارکردګي په صوبه کې د امنيت نه ښکاره ده.

نوموړي په صوبه کې د پوليس اېکټ په اړه تفصيلي خبرې کړي چې د پوليس به د خلکو سره رويه څنګه وي، او خلک دپوليس په اړه کومې پوښتنې لرلی شي.

د صلاح الدي محسود سره د ډيوه ريډيو خبريال عدنان بېټني دا مرکه کړې ده، په لانديني لنک کې يې اورېدی شئ،

Your browser doesn’t support HTML5

د خېبرپښتونخوا پوليس مشر صلاح الدين محسود مرکه