ټرمپ د داعش نه په موصل ازادولو عراقیانو ته اومبارکي ويلې

د عراق وزیراعظم حېدرالعبادي د ګل په ورځ په رسمي ډول د ګټې اعلان کړی

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ د ګل په ورځ د داعش نه د موصل ښار په ازادولو د عراق وزيراعظم او امنیتي ځواکونو ته اومبارکي ويلې ده.

د سپينې ماڼۍ څخه په جاري بيان کې ټرمپ ويلي په موصل کې د تُندلارو ماتې دې پله "اشاره کوي چې په عراق او شام کې د داعش ورځې په شمار دي".

نوموړي ژمنه کړې " د داعش د بشپړې تباهۍ پورې به عمليات دوامداره ساتي".

ټرمپ ويلي امريکا د داعش د لاسه د زرګونو عراقيانو په وژنه، عسکر او پېش مرګه (کردجنګيالو) د ځانونو ورکولو په قربانو غمژنه ده.

د عراق وزیراعظم حېدرالعبادي د ګل په ورځ په رسمي ډول د ګټې اعلان کړی کوم ښار چې داعش تُندلارې ډلې په عراق کې د خپل خلافت پلازمينه ګرځولی ؤ.

د عراق زوړ ښار نه په دولتي ټيلي ويژن وېنا کې عبادي د ظلم، وحشت او ترهګرۍ نه د ګټې اعلان وکړو.

هغه وويل "زه ټولو خلکو ته په موصل کې د موصل نه د ترهګرۍ ډلې داعش د ماتې او بربادۍ اعلان کوم".

عبادي وويل اوس د چېلنجونو سره مخ يُو، چې پکې د داعش تباهي شامل ده د داعش ترهګر اوس هم په ملک کې موجود دي او په ملک کې بې ثباتي پېدا کوي.

د امریکا پوځ د عبادي د بيان هرکلی کړی خو ويلي يې دي د موصل زوړ ښار کې اوس هم د چاؤدېدونکو موادو او داعش د پټو شوؤ وسله والو نه پاکولو ته اړتيا لري.

د عبادي د وېنا نه څو ساعته وړاندې د موصل په ځينو برخو کې سخته جګړه روانه وه.

په موصل کې د عملياتو کوونکو اتحادي ځواکونو امريکايي جنرال لفټننټ جنرال سټيفن ټونسینډ ويلي "دا ګټه يا بريا يواځې د داعش تباهي نه ده اوس هم سخته جګړه په سر پاتې ده".

داعش سره اوس هم د موصل نه بهر ځينې علاقې او د شام غټه علاقه په لاس کې ده.

په دغه جګړه کې په زرګونو عام خلک وژل شوي او نهه لاکه خلک بې کوره شوي دي، د موصل نه چاپېره علاقو کې خلک اوس هم بيرته کورونو ته په تلو کې ځان خوندي نه ګڼي.