د امريکا پوځي الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي

چارواکو ويلي د الوتکې ملبه نزدې په اته کلوميټره کې لرې خوره پرته ده.

د امریکا په جنوب کې پروت ميسي سيپي رياست کې د ګل په ورځ يوه پوځې الوتکه غورځېدلې، ۱۶ تنه پکې مړه شوي دي.

چارواکو دا نه تفصيل نه دی ويلی چې الوتکه د کوم ځای نه او چرته په پرواز وه چې د ميسي سيپي د مرکز جېکسن نه ۱۵۰ کلوميټره لرې په شمال کې په پټو کې ګوزاره شوې ده.

د امریکا د پوځ مېرين کور وياندې کېپټن سارا برنز دومره ويلي چې ګوزار شوې الوتکه کی سي ـ ۱۳۰ الوتکه وه.

د ليفلور کاؤنټي بيړني انتظام ادارې مشر فرېنک رېنډل خبريالانو ته ویلي د الوتکې ګوزارېدو د ځای نه د ۱۶ مړي ترلاسه شوي دي.

چارواکو ويلي د الوتکې ملبه نزدې په اته کلوميټره کې لرې خوره پرته ده.