د افغان جينکو روبوټک ډله امریکا ته رسېدلې

کابل کې امریکايي اېمبېسۍ د روانۍ مياشتې په سر کې د نامالومه وجوهاتو په سبب دويې ته د ويزو ورکولو نه انکار کړی ؤ.

هغه افغاني جينکۍ چې روبوټونه جوړوي امریکا کې په سيالو کې د ګډون دپاره رسېدلي دي، دا جينکۍ وروستو له هغې تلي چې د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ په خپله د دويې د راتګ اجازه ورکړې وه.

کابل کې امریکايي اېمبېسۍ د روانۍ مياشتې په سر کې د نامالومه وجوهاتو په سبب دويې ته د ويزو ورکولو نه انکار کړی ؤ.

خو د وي او ای د سپينې ماڼۍ نمائنده اسټيوهرمن د چهارشنبې په ورځ ويلي ؤچې ټرمپ دغو جينکو ته په پېرول اجازه ورکړې د کوم لاندې چې هغویې په واشنګټن کې د ۲۰ ورځو پورې پاتې کېدی شي.

دغه ډول د ګمبيا نه امریکا ته راتلونکو هغو طالب علمانوويزې ورکړی شوې چې اول يې ويزې رد کړی شوې وې.

د "فرسټ ګلوبل" مشر د ډېموکرېټک ګوند پخواني کانګرسمېن او ريټائرډ پوځي افسر جیوسيټک چې د ربوټونو سيالۍ يې راجوړې کړي، هغه د سپينې ماڼۍ او خارجه وزارت مننه کړې چې افغان او ګمبيا طالب علمانو ته يې امريکا ته د راتلو اجازه ورکړې ده.

هغه ويلي د ۱۵۷ ملکونو څخه ګډون وال په دغو سيالو کې برخه اخلي.

د روبوټونو درې ورځنۍ سيالۍ د اتوار يا يکشنبې د ورځې نه په واشنګټن کې پېل کيږي.

فرسټ ګلوبل د کال په سر دغه ډول سيالۍ راجوړوي چې په نړيوال کچ په سائنس، ټېکنالوجۍ، انجينيئرنګ او رياضۍ کې دلچسپي سېوا شي.

د ګروپ په وېنا د دغو سيالو هدف د اوبو، توانايۍ، دوايانو او خوراک په شعبو کې راپېښو ستونزو حل راويستل دي.