ونېسا اوبرائن وړومبۍ امريکايي ښځه ده چې د نړۍ د دوېم دنګ غر (کی ټو) څوکې ته په ختلو کې بريالۍ شوې ده.
د امريکې د نيويارک ښار سره تعلق لرونکې ۵۲ کلنه ونېسا د ۱۲ کسيزه ډلې د جملې څخه وه چې د جولايۍ په ۲۸م يې په کی ټو د امريکا بېرغ پورته کړی ؤ.
کی ټو د چين سره په پوله د پاکستان دنګ لوړ غر دی او دا د نړۍ په خطرناکو غرونو کې شمارل کيږي.
د کی ټو څوکې ته وړومبی امريکايي سړی ۳۹ کاله وړاندې په ختلو کې بريالی شوی ؤ.
اوبرائن له دې وړاندې په کال ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کې د کی ټو څوکې ته د ختلو هڅه کړې خو د خراب موسم له کبله هغه د نورو غره ختونکو سره بيرته ستنه شوې وه.
اوبرائن د کی ټو څوکې ته ختلو نه بيرته ستنېدو وروستو په ټويټر يو پېغام کې ويلي، هغه د وړومبۍ امريکاېې غره ختونکې په حېث وياړي چې د ۲۸ زره ۲۵۱ فټه دنګې څوکه باندې يې د امريکا بېرغ پورته کړو.
هغې د ځان سره پاکستان بېرغ هم د کی ټو په سر پورته ښکاره کړی دی.
اوبرائن په يو بل ټويټ کې ويلي د پاکستان خلکو ورله ډېره مينه ورکړې او د هغې ډاډګېرنه يې کړې ده.
امریکايي غره ختونکې اوبرائن په کال ۲۰۱۰م کې د نړۍ تر ټولو دنګ غر ماؤنټ اېورسټ څوکې ته ختلې خو هغې ويلي کی ټو د غره ختونکو دپاره د نورو په پرتله ډېر چېلنج دی.