د پاکستان په بېلابيلو برخو کې د امريکا د صدر د وېنا په ضد احتجاجي مظاهرې شوي

دغه ډول په باجوړ ايجنسۍ کې ګڼ شمېر خلکو د خار په بازار کې احتجاجي لاريون کړی دی.

د پاکستان په قبايلي سیمو خېبر او باجوړ ایجنسۍ،د خېبرپښتونخوا په مردان او سوات، بلوچستان په چمن او نورو علاقو او د سندهـ صوبې په بېلابيلو برخو کې د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغان پاليسيۍ په ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي.

خېبرايجنسۍ کې ګڼ شمېر خلک چې د سياسي ګوندونو او مدني ټولنې ځينې غړو پکې هم ګډون درلود، د تورخم پولې ورټول شوي او دامريکې د صدر د بيان په ضد يې احتجاجي مظاهره کړې ده.

دوي داسې بېنرې پورته کړې چې پرې ليکل شوي د امریکې پاليسي نامنظور نامنظور،

دغه ډول په باجوړ ايجنسۍ کې ګڼ شمېر خلکو د خار په بازار کې احتجاجي لاريون کړی دی.

خېبر او باجوړ کې مظاهره چيانو د امریکا د صدر د پاليسۍ غندنه کړې او ويلي يې دي د پاکستان د پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

دویې د افغانستان نه هم غوښتنه کړې چې د خپل ملک نه امریکايان او هندي وګړي اوباسي، ګنې د دغو دواړو ملکونو په موجودګۍ کې په افغانستان کې امن نشي راتلی.

راپورونه وايي مومند ايجنسۍ کې هم دغه ډول مظاهره شوې ده.

په قبايلي سيمو، خېبرپښتونخوا بلوچستان کې د امریکې په احتجاجي مظاهرو باندې ځینې کسانو په ټویټر داسې څرګندوې کړي دي چې،

ذاهد وزير لیکلي، د ټرمپ د بیان په ضد احتجاجي مظاهرې يواځې په قبايلي سیمو، خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ولې؟ په ټول ملک کې ولې نه؟

خبريال ضياالرحمان ليکلي، د شيعه ډلې د زده کوونکو سازمان ولې د امريکا په ضد احتجاج کړی؟ ټرمپ د پاکستانه غوښتي د طالبانو په ضد دې ګام واخلي څوک چې شيعه هم وژني . . .

د خېبرپښتونخوا په مردان او سوات مينګوره سيمه کې هم خلک راټول شوي او د امريکې د افغان پاليسۍ په ضد يې نعرې وهلې مظاهرې يې کړي دي.

د بلوچستان صوبې په چمن او نورو سيمو او د سندهـ صوبې د ځينو برخو نه هم خبرونه مخې ته راغلي چې د امريکې د افغانستان په اړه پاليسۍ کې د پاکستان په اړه بيان په ضد مظاهرې شوي دي.

د اتوار په ورځ کراچۍ کې د شيعه ډلې د زده کوونکو سازمان د امریکې قونصلګرۍ پله لاريون کړی خو پوليسو په شا تمبولی ؤ.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان په اړه اعلان کړې خپلې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې چې د امريکا نه په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

صدرټرمپ ویلي ؤ پاکستان د هاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي او امریکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نه شي.