قطر سره هر ډول خبرې د ځنډ ښکار دي، سعودي عرب

قطر غواړي چې د سعودي عرب، بحرېن، مصر او متحده عرب اماراتو سره کښيني خبرې اترې وکړي،

سعودي عرب ویلي، د قطر سره یې هرډول خبرې ځنډولي دي او رياض د دې علت ښودلی چې ښايي دوحه رښتيا نه په ډاګه کوي.

د جمعې په ورځ داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د سعودي او قطر مشرانو په ټيليفون خبرې کړي او دواړو په خبرو اترو کولو موافقه کړې ده.

خو څو ساعته وروستو بيا د سعودي عرب دولتي خبري ادارې (سعودي پرېس ايجنسۍ) د قطر امير تميم بن حماد الثاني او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ترمنځ په ټيليفون خبرې د حقيقت په ضد بللي دي.

د قطر نه سرچینو ویلي ؤ چې دواړو مشرانو په ټيلیفون خبرې کړي د قطر او ګاونډي عرب ملکونو ترمنځ يې د اختلافاتو لرې کولو دپاره د استازو ټاکلو په خبره اتفاق کړی چې کښيني او معاملات هوار کړي.

قطر غواړي چې د سعودي عرب، بحرېن، مصر او متحده عرب اماراتو سره کښيني خبرې اترې وکړي، دغو ملکونو په قطر د ترهګرۍ د ملاتړ تور لګولی او د جون په میاشت کې يې ورسره اړيکې قطع کړي دي.

قطر دغه تورونه ردوي.

د سعودي عرب خبري ادارې ویلي، د سعودي عرب به د قطر سره هر ډول خبرې او اړیکې تر هغې قطع وي چې د کله پورې قطر په ښکاره باندې د خپلو پاليسيو وضاحت نه وي کړی.

د جمعې په ورځ د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ قطر، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو سره په ټيليفون خبرې کړې وې.

يوه ورځ وړاندې صدر ټرمپ ویلي ؤ چې هغه د قطر او ګاونډيانو ترمنځ يې ثالثۍ کولو ته تيار دی.