د ډاکټر شکيل قضيه تر ۱۶نومبر پورې وځنډول شوه

د پاکستاني چارواکو په وېنا، ډاکټر شکيل په جېل کې دی په صحت روغ دی او کورنۍ يې ورسره ليدو له ورځي.

د قبايلي سيمو دپاره جوړ عدالت (فاټا) ټربيونل د ډاکټر شکيل افريدي قضيه تر ۱۶ نومبر پورې وځنډوله.

د ډاکټر شکيل افريدي وکيل قمرنديم افريدي ډيوه ريډیو سره خبرو کې وويل، عدالت قضيه يو ځل بيا د سرکاري وکيل نه حاضرېدو له امله وځنډوله او بل تاريخ يې پکې ورکړو.

نوموړي وويل د ۲۰۱۴م کال د جون د مياشتې راهسې هم دغه سلسله روانه ده چې دوي عدالت ته پېش کيږي خو سرکاري وکيل نه راځي.

هغه زياته کړه د ډاکټر شکيل قضيه په ځای پرته ده دوی د هغه سره نه وينې او په جېل کې بند موکل سره يې د هغه کورنۍ په مياشت کې يو ځل ليدو له ورځي.

تېره اوونۍ د ډاکټر شکيل په اړه د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په امريکا کې يوه ناسته کې ويلی ؤ، ډاکټر شکيل په جېل کې دی په صحت روغ دی او کورنۍ يې ورسره ليدو له ورځي.

دغې پوښتنې ته چې هغه کوم قانون مات کړی او په جېل کې اچول شوی؟ ايا ځکه چې هغه د اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايي ځواکونو سره لاس کړی کوم چې ستاسو ځای ناستي ویلي ؤ د پاکستان په حدودو کې نه ؤ.

عباسي په ځواب کې ویلي ؤ، د اسامه بن لادن د موجودګۍ څخه دوي نه ؤ خبر، خو ډاکټر افريدی چې د پوليو پروګرام کې کار کوونکی ؤ که د اسامه په اړه ورته کوم مالومات ؤ هغه به د پاکستاني امنيتي ادارو سره شريکول او دوي به يې په ضد ګام پورته کوو.

ډاکټر شکيل افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبرايجسنۍ کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې وه.

په ډاکټرشکیل افريدي تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي آئي ای) مرسته کړې وه، خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوی او بندي دی.

په امريکا کې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شکيل افريدي د پاکستان د بند نه خلاصولو لپاره کار کونکي يو تنظيم د فرروۍ په میاشت کې ویلي ؤ، د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر افريدي د خوشې کولو لپاره د پاکستان پوځي چارواکو سره پټې خبرې روانې دي. خو په دغې اړوند وروستو کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

د امريکا فاکس نيوز سره يوه مرکه کې د تنظيم مشر باب لارسچ ‌‌‌‌‌‌ډاکټر افريدي ته اتل ویلي ؤ.