د کرد پېش مرګه سره د دوشنبې په ورځ د جګړې سېوا کېدو وروستو عراقي ځواکونو کرکوک ښار ته داخلېدل او وتل بند کړي دي، عراقي ځواکونو د کردانو د ولقې لاندې علاقه کې مهمه تاسيات نيولي دي.
د عراق د مرکزي حکومت ځواکونه د دوشنبې په ورځ د کردانو په لاس کې علاقې پله وړاندې تلي او د تېلو نه ډک ښار کرکوک يوه علاقه يې په ولقه کې اخستې او هوايي اډه يې نيولې ده.
د امريکې د بهرنو چارو وزارت وياندې هېدر نوئيرټ يو بيان کې د کرکوک نه چاپېره علاقو کې په تشدد امريکا ته اندېښنه ده.
هغې په يو بيان کې ويلي امريکا دغه حالات په نظر کې ساتي او په فريقېنو يې د پرامنه پاتې کېدو غږ کړی دی.
هغې ويلي امريکا د مرکزي او ځايي حکومتونو ترمنځ د عراق د ائين ترمخه په ټولو کړکېچنو علاقو کې د پرامنه او ګډ نظام ملاتړ کوي.
د کردانو په سيمه کې د عراقي ځواک دغه عمليات د کردستان د ازادۍ په حق کې د لانجمن رېفرنډم يوه مياشت وروستو پېل شوي دي.
دغه ګام د ازادۍ دپاره رېفرنډم ته د عراق پوځي غبرګون ګڼل کيږي.
د عراق وزیراعظم حېدرالعبادي په ټيلي ويژن يو بيان کې د پېش مرګه ځواکونو نه غوښتي دي چې د عراق د وسله وال ځواک ملګري شي او د مرکزي حکومت لاندې خدمات ترسره کړي.
نوموړي عراقي ځواکونو ته حکم کړی چې هغه د کرکوک او پېش مرګه د ځايي ابادۍ په مرسته سیمه په قابو کې وساتي.
د دولتي ټيلي ويژن ترمخه عراقي ځواکونه د ټوزخرماتو علاقې ته ورننوتي چرته چې د کردانو او شيعه مسلمانانو ترمنځ نښتې روانې دي.
د کرد علاقايي حکومت په اوله کې د عراقي ځواکونو د مخکې راتلو پخلی نه کوو خو وروستو کرد ټي وي سټېشن روډاؤ خبر ورکړی چې کرد پېش مرګه په کرکوک کې خپلې مورچې پرېښودې دي.
د امريکې پوځ د داعش په ضد جګړه کې د عراقي پوځ او کرد پېش مرګه ځواکونو سره نزدې مرستې کړي دي.