سعودی عرب وايي د يمن د سولې په لار کې ايران غټ خنډ دی

عادل الجبېر تور لګلولی چې ايران په يمن کې لاس وهنه کوي او شيعه حوثي ياغيانو ته وسله ورکوي.

د سعودي عرب د بهرنو چارو وزير ویلي ايران د يمن د شخړي په هوارولو کې غټ خنډ جوړ دی، د رياض په مشرۍ ائتلاف په يمن کې د ايران ملاتړو حوثي ياغيانو په ضد جنګيږي.

عادل الجبېر تور لګلولی چې ايران په يمن کې لاس وهنه کوي او شيعه حوثي ياغيانو ته وسله ورکوي.

د سعودي عرب په مشرۍ د بهرنو خارجه وزيرانو او پوځي مشرانو چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ملاتړي دي، راجوړې غونډې ته الجبېر د يکشنبې په ورځ ویلي، "ايران حوثيانو ته څوک چې د پخواني يمني صدر علي عبدالله صالح ملاتړي هغو ته وسله ورکوي".

الجبېر دا هم ویلي دي ، چې ايران په يمن کې د سولې هڅې تباه کوي چې هلته د شخړې مخنيوي وشي او د ايران د لاسه د يمن حکومت د ملېشې سره خبرې ناکامه شوي دي.

د سعودي وزير دا تور هم لګولی چې حوثي ياغيان په يمن کې لوږه او غربت سېوا کوي او د دوي د لاسه د څلور ملينو نه سېوا ماشومان د تعليم نه بې برخې شوي دي.

يمن د تېرو څلورو کالو راهسې وروستو له هغې په کورنو جګړو کې ښکېل دی کله چې د ایران ملاتړي حوثيان په پلازمينه صنعا وروختل، او د سعودي ملاتړی صدر ابو ربو منصور هادي حکومت یې په ستمبر ۲۰۱۴ کې نسکور کړو.

او په کال ۲۰۱۵م د مارچ په مياشت کې بيا د سعودي په مشرۍ د هادي دحکومت په ملاتړ کې هلته عمليات پېل شوي وو.

د ملګرو ملتونو ترمخه تراوسه پورې يمن کې ځمکنو او هوايي بريدونوکې د يو لاک نه زيات خلک وژل شوي دي چې زياتره یې عام ملکي وګړي دي.

ملګري ملتونه د عامو ملکي وګړو د وژنو او ټولو اړول شوؤ تاوانونو زمه وار حوثي ياغيان او د سعودی عرب په مشرۍ ائتلاف ګرځوي.