جنوبي وزيرستان: ماين چاؤدنه کې يو سرتېری وژل شوی، بل ژوبل

چارواکو ويلي د پېښې وروسته علاقه امنيتي ځواکونو په ګېره کې اخستې او چاڼيز عمليات يې پېل کړي دي.

په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د ماين په چاؤدنه کې د ملېشې ځواک يو سرتېری وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د چارواکو په وېنا دغه پېښه نن د دوشنبې په سهار د جنوبي وزيرستان د تیارزه تحصيل په ګورګورې علاقه کې رامنځته شوې ده.

د پوليټيکل انتظامیې ترمخه د ملېشې سرتيري سهار د اوبو راوړو له تلي وو او چې بيرته راتله په لار کې ښخ کړی شوی ماين پرې

چاؤدل شوی يو سرتېری پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

چارواکو ويلي د پېښې وروسته علاقه امنيتي ځواکونو په ګېره کې اخستې او چاڼيز عمليات يې پېل کړي دي.

څلور ورځې وړاندې د تیارزې سره نزدې مکين علاقه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو د نښتې خبر مخې ته راغلی او د لسو وسله والو وژل کېدو پکې ويل شوي وو.

جګړه کې د دوه سرتېرو ژوبلېدو هم ويل شوي خو ازاد سرچينو د پېښې پخلی نه ؤ کړی.

د پېښې وروستو په علاقه کې کرفيو لګول شوې او د ځايي خلکو په وېنا کرفيو نن لرې کړی شوې ده.

په جنوبي وزیرستان کې پوځ په کال ۲۰۰۹م کې د وسله والو تندلارو په ضد عمليات کړي او د سیمې نه کډوال شوي زياتره خلک بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شوي دي، خو په سيمه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

ځايي خلک وايي چې کله د بدامنۍ پېښه رامنځته شي زمه واري يې وسله والې ډلې ومني خو بيا هم پوليټيکل انتظاميه د پېښې وروستو ځايي خلک ځوروي چې پېښه کې ککړ ورته وروښايي.