پېښور: د بې درکه افغان مرستيال والي دوه وروڼه او وراره هم بې درکه شوي

د کونړ مرستيال والي قاضي محمد نبي احمدي په ۲۷م اکتوبر د پېښور د ډبګرۍ علاقې نه بې درکه شوی ؤ، ويل کيږي هغه پېښور ته علاج له راغلی ؤ.

د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور نه د افغانستان د کونړ ولايت د مرستیال والي د بې درکۍ نه وروستو د هغه دوه وروڼه او يو وراره هم بې درکه شوي دي.

د کونړ مرستيال والي قاضي محمد نبي احمدي په ۲۷م اکتوبر د پېښور د ډبګرۍ علاقې نه بې درکه شوی ؤ، ويل کيږي هغه پېښور ته علاج له راغلی ؤ.

د مرستيال والي ورور حبيب الله د پېښور په شرقي پوليس تهاڼه کې د بې درکۍ رپورټ کړی ؤ چې هغه او ورور يې په رکشه کې ډبګرۍ ګارډن ته ډاکټر روان وو او د شاهي مېلمستون سره نزدې د رېلوی لائن په پُل دپاسه موجودو څو کسانو رکشه ودروله د هغه ورور يې کوز کړو او ځان سره يې په تور رنګ پراډو جيپ کې بوتلو.

پوليس چارواکو ويلي د تېرو دوه ورځو نه د حبيب الله موبايل فون هم بند راځي او ښکاري هغه هم بې درکه دی.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې يو چارواکي وایس اف امريکا سره په خبرو کې ويلي نه يواځې حبيب الله بلکې د مرستیال والي يو ورور يعقوب خان او د هغه زوی هم د چترال نه بې درکه کړی شوي دي.

سفارتکار وي او ای ته ويلي دي د قاضي محمدنبي کورنۍ په افغانستان او پاکستان دواړو کې مېشت ده.

نوموړي سفارتکار ويلي د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر سره په تماس کې دي چې مرستيال والي، د هغه دوه وروڼه او وراره په حفاظت سره راخوشي کړي.

هغه ويلي د خېبرپښتونخوا حکومت سره هم په تماس کې دي او د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر صلاح الدين محسود په دغه لړ کې پوليس ته لارښوونه کړې ده.

پوليس چارواکو پخلی کړی د محمدنبي د بې درکۍ په اړوند د هغه ورور حبيب الله رپورټ کړی دی، خو نوموړي د محمدنبي پاکستان ته په پاسپورټ او ويزا د راتلو په اړه څه نه دي ويلي.

پوليس وايي ښکاري محمدنبي په غېرقانوني طريقه پاکستان ته راغلی ؤ، پوليس ويلي د نبي د خوشي کولو دپاره يې هڅې تندې کړي او په دغه لړ کې يې څو مشکوک کسان نيولي هم دي.