ډي ايي خان: ترهګرو سره نښته کې پوځي مېجر وژل شوی

پوځ د عملیاتو په اړوند نور تفصيل نه دی ورکړی.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې ډېره اسماعيل خان کې د ترهګرو ضد د لټون عملياتو کې يو پوځي افسر وژل شوی دی.

پوځ نن د چهارشنبې يا شورو په ورځ يو بيان کې ويلي، په ډېره اسماعيل خان کې د ترهګرو د موجودګۍ په خبر د هغو په پټو ځالو عمليات کېدل او په دغه مهال نښته کې د پوځ يو مېجر وژل شوی دی.

د پوځي بيان ترمخه وژل شوی پوځي مېجر ۲۸ کلن اسحاق د پنجاب خوشاب سيمې سره تعلق درلود. د هغه نه د يو کال زوی او مېرمن پاتې شوي دي.

د پوځي افسر په ډي ايي خان کې جنازه شوې د پوځ مشر او نورو چارواکو پکې ګډون کړی دی.

پوځ د عملیاتو په اړوند نور تفصيل نه دی ورکړی.

پاکستان کې پوځ او نورې امنيتې ادارې د ردالفساد په نوم د ترهګرو ضد عمليات کوي، او چارواکي ادعا کوي چې په ملک کې يې د ترهګرو ملا ماته کړې او ترهګر په منظم ډول شتون نه لري.

پوځي او حکومتي چارواکي ادعا کو ي چې ملک يې د ترهګرو څخه پاک کړی دی خو د ملک په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت په امنيتي ځواکونو بريدونه کوي او د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

نزدې لس وړاندې پوځ ويلي ؤ په قبايلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې افغانستان سره په پوله پرته علاقه کې دوه پوځيان وژل شوي وو.

پوځ ويلي ؤ د افغانستان د خاورې نه ترهګر راوړېدلي او پوځ سره نښته کې دوه پوځيان او د اته ؤ نه تر لسو پورې ترهګر وژل شوي وو.

د روانې میاشتې په ۱۲م نېټه بنو کې يوه چاؤدنه کې د درې پوځيانو په ګډون اووه تنه ژوبل شوي وو.

او په نهمه نېټه خېبرايجنسۍ کې يوه نښته کې يو پوځي عسکر او پينځه ترهګر وژل شوي وو.