د افغان چارواکو په وېنا د هېواد په جنوبي لوګر ولايت، صوبه کې يې ۱۱ چېچن وګړي نيولي او د دوي نه يې وسله هم ترلاسه کړې ده.
د لوګر د والي ویاند سليم خان د ازرې ولسوالۍ په کوزه چوتره علاقه کې د دغو بهرنيانو د نيولو پخلی کړی او ویلي يې دي په دوي کې دوه سړي، درې ښځې او شپږ ماشومان شامل دي.
نوموړي ویلي د دوي د ولقې نه راکټ، دوه کلاشنکوفونه يو ګاډي او يو موټر سائيکل هم ترلاسه شوي دي.
تېره میاشت هم افغان ځواکونو ويلي ؤ د ازرې په ولسوالۍ کې يې په عملياتو کې د اته ؤ نه زيات چېچن وژلي وو.
د لوګر د والي وياند ويلي د نيول شوؤ بهرنيانو نه پلټنې پېل کړی شوي چې دوي د کوم ځایه راغلي او څه موخه يې درلوده.
ځايي خلکو ويلي په لوګر کې په وروستيو کې د بهرنو وسله والو شمېره سېوا شوې ده.
لوګر د ننګرهار او پکتيا ولايتونو سره پولې لري.
ننګرهار کې وخت په وخت حکومتي ځواکونه په عملیاتو کې د وسله والو تندلارو سره د بهرنو وسله والو د وژنې ادعاوې کوي.