دامریکا سترې محکمې دصدر ټرمپ لخوا د شپږو اسلامي هیوادونو د وګړو امریکا ته په سفر د بندیز حکم قانوني ګرځولی خو ویلي یې دي د لاندې کچ په محکمو به ددغه دوسیې اوریدنه روانه وي.
دامریکا دصدارتي فرمان په اساس به د شپږو هیوادونو د وګړو چې اکثریت یې مسلمانان دي، امریکا ته په سفر بندیز ولګي.
د سترې محکمې په نهو قاضیانو کې اوو قاضیانو دصدارتي امر په حق اؤ دوؤ یې په مخالفت کې خپله پریکړه صادر کړې ده
د سترې محکمې دپریکړې نه وروسته به اوس د شپږو ملکونو وګړي چې پکې چاډ، ایران، لیبیا، صومالیه، سوریا او یمن شامل دي، امریکا ته سفر نه شې کولی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې د سفر د بندیز هدف یې خپل ملک د اسلامي ترهګرو نه خوندي ساتل دي.
دسپینې ماڼۍ مرستیال ویاند هوګن ګیډلی ویلي دسترې محکمې په پریکړه حیرانتیا نه ده پکار بلکې دهیواد خوندي کول اړین دي.
خو دامریکا داسلامي اړیکو شورا د شپږو هیوادونو د وګړو په سفر بندیز ته په مسلمانانو د بندیز نوم ورکړی دی