حېدرالعبادي: عراق کې د داعش په ضد جګړه پای ته رسېدلې

حېدر العبادي د يکشنبې يا اتوار په ورځ د عامې رخصتۍ اعلان کړی او ويلي يې دي دا ورځ هر کال نمانځل کيږي.

د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي اعلان کړی چې په درې کلنه جګړه کې تندوره ډله داعش د ملک څخه ويستی شوې او جګړه په بريا پای ته رسېدلې ده.

نوموړي د شنبې په ورځ يوې دستورې په وېنا کې ویلي، "د شام سره لګېدلې پوله د عراقي ځواکونو په لاس کې ده ځکه زه د داعش په ضد د جګړې پای ته رسولو اعلان کوم".

د عراقي وزيراعظم د اعلان نه دوه ورځې وړاندې روس ويلي ؤ چې داعش ته يې په شام کې ماتې ورکړې ده.

د عراق حکومت ويلي د ګټې د اعلان نه یې مطلب دا دی چې ځواکونو يې د شام او عراق د پولې نه علاوه په لويديځ کې پرته صحرايي علاقه هم قابو کړې ده.

د داعش تندلارو د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې د عراق غټه برخه په خپله ولقه کې اخستې وه، خو په تېر درې نيم کاله موده کې د امريکا په مشرۍ اتحادي ملاتړ باندې عراقي ځواکونو دغه سيمه بيرته په خپل لاس کې کړه.

د امريکې د بهرنو چارو وزارت وياندې هېدرنېوروټ عراقي اولس او امنيتي ځواکونو ته اومبارکي ورکړې چې د دغه اعلان نه داسې اشارې ترلاسه کيږي چې په عراق کې د داعش خپلسره "خلافت" پای ته ورسېد اوپه دغو سيمو کې اوسېدونکي خلک د داعش د ظلم نه ازاد شو.

خو بل لور ته تندروه ډله داعش اوس هم په عراق کې د ترهګر بريدونو توان لري، څنګه چې تېره مياشت د شام پولې سره نزدې په پرته راوه نومې علاقه داعش بيا قبضه کړې وه، دا د داعش د اثر لاندې يواځينې سيمه وه چې په تېرو اوونيو کې ترې بيرته واخستی شوه.

نیورټ ويلي په عراق کې د ترهګرۍ په ضد جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او امریکا به د عراق پوځي مرستې دوامداره ساتي.

حېدر العبادي د يکشنبې يا اتوار په ورځ د عامې رخصتۍ اعلان کړی او ويلي يې دي دا ورځ هر کال نمانځل کيږي.