کرکټ: د ټي ټېن اتلولي کيراله کنګز ګټلې

د ټي ټېن ليګ په نوم د کرکټ د شپږو لوبډلو د سياليو اتلولي کيراله کنګز لوبډلې ګټلې او پنجابي ليجنډ ته يې په اته وکټو ماتې ورکړې ده.

د يکشنبې يا اتوار په شپه په شارجه کې د کرکټ په تاريخ کې په لمړي ځل د ټي ټېن (لس اووريزو) سياليو په فاينل کې پنجابي ليجنډ لمړی بيټنګ کړی او په ټاکلو ۱۰ اوورونو کې يې په درې لوبغاړو ۱۲۰ رنزونه جوړ کړي وو.

ځواب کې د کيراله کنګز لوبډلې په اته ؤ اوورونو کې په دوه لوبغاړو سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه کړو او د وړومبي ټي ټېن ليګ اتل شو.

د ټي ټېن په ليګ کې پښتون لوبډله سيمې فاينل ته رسېدلې وه.

د شاهد افريدي په کپتانۍ پښتون لوبډلې په سيمې فاينل کې اول بيټنګ کړی او په څلور لوبغاړو سوځېدو يې ۱۲۹ رنزونه جوړ کړي وو.

خو په ځواب کې پنجابي ليجنډ يواځې په يو لوبغاړي سوځېدو ټاکلی هدف د لسم اوور په لمړي بال پوره کړو او فاينل ته ورسېدو.

پښتون لوبډلې له دې وړاندې درې واړه سيالۍ ګټلې وې.

له دې وړاندې په بل سيمې فاينل کې کيراله کنګز مراټها عربيئنز ته ماتې ورکړې وه.

په وړومبي ځل د ټي ټېن ليګ په سياليو کې شپږ لوبډلو برخه واخسته، او دغه سيالۍ د دسمبر په ۱۴م د شارجې په لوبغالي کې پېل شوې او په ۱۷م ستمبر پای ته ورسېدې.

د ټي ټېن په سيالو کې پښتون، پنجابي ليجنډز، بنګال ټائيګرز، کيراله کنګز، مراټهاعربيئنز، او ټيم سري لنکا لوبډلو برخه واخسته.

د ټي ټېن په لوبډلو کې د افغانستان ترڅنګ نزدې د ټولو هېوادونو وتلي لوبغاړي شامل وو.