اروزګان:دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۵۴ طالبان وژل شوي

وسله وال طالبان

امنیتي چارواکي وایي دافغانستان په اروزګان ولایت دطالب جنګیالو په ضد امنیتي ځواکونو په پراخه کچ عملیات کړي چې پکې لږ تر لږه ۵۴ جنګیالي وژل شوي اؤ په شلګونو نور ژوبل شوي .

د اروزګان یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي ډګروال رحمت شاه قیمتي خبریالانو ته ویلي دغه عملیات دترینکوټ اولسوالۍ په بیلابیلو سیمو سولې،کبوترخانې اؤ چپه خاک کې دګډو ځواکونو لخوا پیل شوي چې پکې طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

طالبانو تر دې دمه دامنیتي ځواکونو د دعوې پخلی نه دی کړی .

ډګروال قیمتي ویلي چې په دغو عملیاتو کې دملي اردو یو سرتیری هم وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

هغه ویلي تر دې مهاله د ګڼ شمیر طالبانو مړي دجګړې په میدان پراته دي اؤ دهغوئ نه وسلې هم ترلاسه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په وژل شوؤ طالبانو کې دهغوئ ځینې مهم کمانډران هم شامل دي.

دافغانستان ګډو ځواکونو دامهال په بیلابیلو ولایتونو کې دطالب جنګیالو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد عملیات شروع کړي اؤ افغان چاروکي دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې حکومت مخالفه یاغیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

افغان اولسمشر اشرف غني وایي دامهال دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې ترڅنګ ۲۱ ترهګرۍ ډلې په فعالیتونو بوختې دي اؤ افغان ځواکونه په مړانې سره ددغو ترهګرو ډلو مقابله کوي.

دافغانستان په یو شمیر سیمو کې دا مهال طالبانو په مهمو اولسوالیو اؤ سیمو قبضه کړې ده اؤ افغان چارواکي تورونه لګوي چې دغو طالب جنګیالو ته دپاکستان مرسته ترلاسه ده خو پاکستان دکابل دغه تورونه په سختۍ سره ردوي