د پاکستان د کورنو چارو وزارت په الېکشن کمېشن کې د دې مخالفت کړی دی چې د ملي مسلم ليګ په نوم ډله دې د سياسي ګوند په حېث رجسټر شي ځکه چې دا د نورو تندروه ډلو سره اړيکي لري.
ملي مسلم لیګ ته د تندروه جماعت الدعوه ډلې سياسي ګوند ويل کیږي، او د جماعت الدعوه مشري په ترهرګرۍ تورن حافظ سعيد کوي.
حافظ سعيد د روانې مياشتې په سر کې د لسو میاشتو د نظربندۍ خوشي کېدو وروستو اعلان کړی ؤ چې په راتلونکو عامو انتخاباتو کې به د هغه ډله برخه اخلي.
امريکا او ملګرو ملتونو جماعت الدعوه ډله ترهګره ډله ګرځولې ده کومه چې له دې وړاندې د لشکرطيبه په نوم وه.
د پاکستان الېکشن کمېشن د ملي مسلم ليګ د سياسي ګوند په حېث د رجسټر کولو څخه انکار کړی ؤ او دغه ډله بيا د اسلام اباد هايي کورټ ته تلې وه.
د کورنو چارو وزارت عدالت ته په ځواب کې ويلي چې د استخباراتي ادارو د راپور په ترڅ کې وزارت په دې حق کې نه دی چې ملي مسلم ليګ دې د سياسي ګوند په حېث رجسټر شي.
د وزارت په ځواب کې اندېښنه څرګنده کړی شوې ده چې که ملي مسلم ليګ د سياسي ګوند په حېث رجسټر کيږي نو له امله به يې په سياست کې تندروه فکر وده ومومي.
د کورنو چارو وزارت ویلي د ملي مسلم ليګ اړيکې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکرطيبه او جماعت الدعوه سره دي په کومه ډله چې هند تور لګوي د کال ۲۰۰۸م د ممبۍ په ترهګرو بريدونه کې ککړه ده.
ملي مسلم ليګ ويلي تعلق يې د هیڅ قسمه لاقانونه ډلې سره نشته او دوي ته هم د ملک د نورو وګړو په شان په انتخاباتو کې د برخې اخستو حق ترلاسه دی.
د روان کال اګست په میاشت کې د ملي مسلم ليګ ګوند جوړېدو اعلان شوی ؤ.
امريکې د روانې مياشتې په سر کې د حافظ سعيد د نظربندۍ نه په خوشي کېدو اندېښنه څرګنده کړې او پاکستان ته يې خبرداری ورکړی ؤ چې د هند په ممبۍ ښار کې په ترهګرۍ تورن حافظ سعيد بيرته ونيسي محاکمه يې کړي کنه د پاکستان او امريکا اړيکې به اغېزمنې شي.
امريکې په کال ۲۰۱۲م کې د حافظ سعيد په مالومولو د ۱۰ملينه ډالرو انعام اېښودی ؤ.
سپينې ماڼۍ د حافظ سعيد د خوشي کولو غندنه کړې او ويلي يې ؤ، دا د ترهګرۍ ضد نړيوالې جګړې ته د خفګان پېغام دی، کومې جګړې سره چې پاکستان ژمنه کړې په خپله خاوره به ترهګرو ته ځای نه ورکوي.
سپينې ماڼۍ ويلي، "که پاکستان حافظ سعيد د هغه د کړو جرمونو په سر د قانون منګولو ته نه راولي، نو د دې اغېزې به په دوه اړخيز اړیکو وي او پاکستان به د نړیوال غبرګون سره مخامخ شي".
خو د پاکستان د بهرنو چارو وزارت ویلي ؤ حافظ سعيد يې د عدالت په امر د قانون ترمخه خوشی کړی دی، او پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي.