د کتابونو څخه د عبدالغفارخان (باچاخان) نوم نه دی ویستی شوی

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) د حکومت اتحادي ډلې جماعت اسلامي مشر پروفېسر ابراهيم وايي، "مونږ په صوبه کې د نصاب د کتابونو څخه د عبدالغفارخان (باچاخان) نوم نه دی ویستی او نه د هغه خلاف يُو".

د جماعت اسلامي مشر ابراهيم له خلې ځايي مطبوعاتو ويلي د کتابونو څخه يې سيکولر مواد ويستي او د باچاخان نوم يې ترې ويستی دی خو ډيوه رېډيو سره خبرو کې نوموړي وويل،

"زما نه دی خيال چې مونږ د نصاب يا کتابونو نه څوک ویستی دي، د عبدالغفارخان ذکر په کتابونو کې شوی مونږ د هغه خلاف نه يود مولانا مفتي محمود ذکر پکې هم دی،او مونږ به پکې قاضي حسېن احمد هم راولو".

فضل الرحيم مروت چې په خېبرپښتونخوا کې په تېر حکومت کې د ټېکسټ بک بورډ مشر ؤ وايي مونږ د کتابونو جوړولو په وخت ښاغلی ابراهيم راغوښتی ؤ خو دوي نه ؤ راغلي او بيا يې وروستو بې ځايه اعتراضونه کول.

ښاغلي ابراهيم وويل "د مشاهير (ياد مشران) اسلام او هندوپاک مشاهير ويستلی شوي وو او مونږ هغه بیرته بيا شامل کړه او د عبدالغفارخان نوم مې نه دی اخستی".

خو مروت وايي مونږ مسلمانان يُو عرب نه يُو او د خپلې سيمې مشران مو په کتابونو کې شامل کړی دي.

" ما خپل خلک په کتابونو کې راوسته، اجمل خټک به په کتاب کې ولې نه وي؟ قلندر مومند به ولې نه وي؟ او غني خان ته ناخوښه شخصيت ولې ويل کيږي، زه به د صوبې تاريخ ښايم باچاخان او خدمتګار به نه وي پکې او پيرروښان به نه وي پکې، بابر به وي او اکبر به وي او دوي به نه وي پکې، ولې"؟.

ښاغلی ابراهيم وايي "د عوامي نيشنل ګوند او پيپلز پارټۍ تېرګډ حکومت د قتال اود جهادي ايتونه او حديثونه ويستي وو او مونږ بيا د خپلو اتحاديانو سره خبره وکړه هغوي زمونږ ومنله او هغه د جهاد ايتونه او حديثونه په نصاب کې بیرته شامل کړی شو".

خو نوموړی مروت وايي مونږ د اسلامياتو نه څه نه دي ويستي او د نصاب ترمخه مو هر څه کړي او هغه مو د مرکزي حکومت په اجازه کړي ځکه چې نصاب د مرکز سره ؤ او کتاب مونږ جوړ کړی ؤ.

"دغه نصاب د پروېزمشرف په وخت کې په ۲۰۰۶م او ۲۰۰۷م په کې په اسلامياتو او نورو کې پوهانو بدلون کړی ؤ او په هغې بيا اعتراض راغلو چې سوره انفال او سوره احزاب، دا د امریکې په وېنا لرې شو ځکه چې په دې کې د جهاد خبرې دي نو ولې جهاد يواځې جنګ دی؟ دې ته لږ سوچ پکار دی ايا مونږ نورې ټولې مسلې ختمې کړې چې جهاد پاتې شو".

هغه زياته کړه مونږ چې هغه وخت د اسلاميات کتاب جوړ کړو دوي ورباندې راپاڅېدل، په هغې کې د سوره احزاب د اوږدوالي خبره وه چې دومره اوږد د ماشومانو ذهن نه اخلي.

نوموړی ابراهيم وايي، "ځينې خلک دا کوشش کوي او په هغه وخت کې يې هم کوو چې زه يې نومونه نه اخلم چې د هندومت او د هندوانو د مشرانو نومونه دې وي او د مسلمانانو د مشرانو نومونه ويستل کېده نو په هغې د هر چا اعتراض ؤ".

خو فضل الرحيم مروت وايي دوي په نصاب کې چاته ظالم نه دي ويلي، او د خپلې سيمې د مشرانو او اتلانو نومونه یې پکې شامل کړي دي.

د جماعت اسلامي مشر وايي اوس هم په نصاب کې د اصلاحاتو ځای شته او مونږ هڅه کوو چې په هغې باندې هم کار وکړو، خو ښاغلی مروت بيا وايي دوي بدلون ځکه کوي چې،

"دوي چې کوم نظرياتي چوکاټ جوړ کړی دی او د پاکستان نظريه ورته وايي او خپله يې تاريخ نه ګوري د هغې څخه بهر نه راووځي چې په هغې کې به صرف مسلمان وي بلې فرقې ته پکې ځای نه ورکوي او زه خو وايم چې د ۱۹۷۳م دا ائين بيا سوشل کنټرېکټ ته اړتيا لري".