هلمند:ځانمرګي بریدکې دوه عسکر وژل شوي،۱۵ژوبل

برید کوونکي دوه تنه وؤ اؤ په یو کروله موټر کې ناست وؤ.

چارواکي وايي دافغانستان د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د پوځ دیو مرکز مخې ته ځانمرګى بريد شوى دى

دهلمند ولایتي چارواکي وايي په دغه برید کې دوه وژل شوي د ملي اردو سرتیري دي او په ټپیانو کې یو ملکي وګړي او ۱۴ تنه نور د پوځ سرتیري دي

عيني شاهدان وايي دغه ځان مرګي برید دیو موټر په وسیله دچهارشنې په ماسپښین شاوخوا دوه نيمو بجو د لښکرګاه ښار اړونده بست کلا ته پر لاره د ٥٠٥ زون ته نزدې شوى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک خبریالانو ته ددغه برید پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې برید کوونکي دوه تنه وؤ اؤ په یو کروله موټر کې ناست وؤ.

هغه ویلي ځان وژونکو هڅه کوله چې دپوځي مرکز ترڅنګ ځان والوځوي خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې اؤ دواړو په موټر کې ځان الوځولی دی.

چارواکي وایي له چاودنې وروسته مرستندویه ډلې دپیښې ځایې ته روانې شوي اؤ سیمې ته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه هم رسیدلي دي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې په امنیتي ځواکونو دځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو لړۍ چټک شوې اؤ په ۲۵م دسمبر هم کابل کې دملي امنیتي ادارې ددفتر ترڅنګ یو ځانمرګي برید کې شپږ تنه وژل شوي وؤ.