تیر کال افغانستان خبریالانو دپاره خونړی هیواد ؤ

په ۲۰۱۷ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پیښو په کچه ۶۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، ۲۰۱۷ د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال وو، چې په کې شل خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ووژل شول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رئیس نجیب شریفي د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د دغې ادارې د شپږ میاشتني رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل، په دغه کال کې د خبریالانو د وژنې او پر رسنیزو دفترونو باندې د بریدونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د دغې کمیټې په رپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پیښو په کچه ۶۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي شریفي وویل، کومې شمیرې چې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ثبت کړي ښيي، چې په ۲۰۱۷ کال کې په مجموعي ډول له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۹ پيښې ثبت شوي. دغې کمیټې په ۲۰۱۶ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۰۱ پيښې ثبت کړې وې.

د دغې کمیټې په رپوټ کې راغلي "له دې شمیرې ۲۰ پیښې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د وژلو دي، ۶۱ پيښې د ټپي کیدو، ۲۳ پیښې د وهلو ډبلو، ۳۲ پیښې د سپکاوي او ناوړه چلند، ۶ پيښې د اخراجولو، ۱۵ پيښې د ګواښولو او ۱۲ پيښې د نیولو دي".

د رپوټ له مخې ، په ۲۰۱۶ عیسوي کال کې د خبریالانو د وژنې ۱۳ پیښې ثبت شوې وې او په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په وژل کیدو سره دغه کچه ۵۴ فیصده زیاته شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د دغو پیښو ۵۱ فیصده مسولیت د داعش او وسله‌والو طالبانو او ۳۴ فیصده یې د دولت پلوه کسانو په غاړه اچولی دی.

رپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې ۱۸ تنه خبریالان د داعش ډلې په بریدونو کې وژل شوي او دوه نور وسله‌والو طالبانو وژلي دي.

ښاغلي شریفي وویل "د خبریالانو د وژلو او ټپي کیدو مسؤلیت تر ډیره د طالبانو او (داعش) په غاړه دی او د نیولو، ګواښلو، وهلو او ډبولو ډیر مسولیت د حکومتیانو په غاړه دی".

هغه په افغانستان کې د معافیت فرهنګ، د ناامنیو او بې‌ثباتۍ پراختیا او پر رسنیزو دفترونو باندې د تروریستي ډالو په ځانګړي ډول د داعش بریدونه، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د دوام درې عمده لاملونه یاد کړل.

دغې کمیټې د رسینو پر دفترونو باندې د داعش ډلې د بریدونو زیاتوالی د اندیښنې وړ مسله بللې.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې (آر ایس ایف) هم په خپل کلني رپوټ کې، افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ دریم خطرناک هیواد یاد کړی دی

(دامریکا غږ اشنا په مننه)