په تیرو وختونو کې به د کرکټ لوبه د چا خوښه وه اؤ که نا خو کله چې به هند اؤ پاکستان ترمینځ دکرکټ لوبه کیدله نو هرچا به په دغه لوبه کې خوښيلرله اؤ د ټي وي د پردې مخې ته به په دې تلوسه ناست ؤ چې لوبه به څوک ګټي ؟
ډیرو جذباتي خلکو به هاغه مهال خپل ټي وي ګان ماتول چې دخوښې لوبډلې به یې لوبه وبائیلله ،خو اوس دهند اؤ پاکستان په پرتله د کرکټ ډیر مینه وال دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دکرکټ سیالیو کې خوښي لري.
Congratulations to Afghanistan Cricket Team for their spectacular victory over Pakistan at the #ICC U-19 #Cricket #WorldCup2018. Our players played very sensibly & professionally and made the nation proud. All the best to our heroes for the rest of the run! #AFGvsPAK #AFGu19Stars pic.twitter.com/ckCffkSR9z
— Dr. Abdullah (@afgexecutive) January 13, 2018
مخکې چې به دهند اؤپاکستان ترمینځ سیالیو کې کومه لوبډله بریالۍ شوه دخپل هیواد لوړو پوړو چارواکو به مبارکۍ اؤ انعامونه ورکول خو اوس دافغانستان چارواکي پاکستان نه دلوبې په ګټلو سره خپلې لوبډلې ته مبارکۍ ورکوي.
Afghanistan claim the first win of #U19CWC! 76* from Darwish Rasooli guides the U19 Asia Cup champions to a 5 wicket win against Pakistan in Whangarei! 🇦🇫#PAKvAFG pic.twitter.com/NNQmByOcQA
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) January 13, 2018
د شنبې په ورځ نیوزیلنډ کې دافغانستان اؤ پاکستان د ۱۹ کلنو دلوبډلو ترمینځ دنړیوال جام دسیالیو په لمړي پړاؤ کې دافغانستان دلوبډلې په ګټه که یو لوري ته په ټول افغانستان کې دخوشحالۍ جشنونه روان دي نو بلخوا ددغه هیواد اولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئس ډاکټرعبدالله ،په پاکستان کې دافغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، دافغانستان د ملي امنیت صلاحکار حنیف اتمر اؤ نورو چارواکو پخپلو بیانونو کې دافغانستان د۱۹ کلنو دملي لوبډلې لخوا پاکستان ته په ماتې ورکولو خوشحالي ښکاره کړې اؤ دا یې دافغانستان یوه لویه فتحه ګرځولې ده.
Many Congratulations to @ACBofficials, our young heros, and the whole nation as #Afghanistan National Under-19 Cricket Team defeated #Pakistan in their first match of the @ICC #U19CWC in New Zealand. They made everyone of us so proud. Wish them all the best in their next games. pic.twitter.com/h0oeza89At
— Haneef Atmar (@NSAAtmar) January 13, 2018
افغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني پخپل یو بیان کې په دغه بريا ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه ملي ١٩ کلنې لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده.
هغه هيله څرګنده کړې چې ملي ١٩ کلنه لوبډله په نورو لوبو کې هم خپله وړتيا وښایي.
دافغانستان دکرکټ په لکونو مینه والو هم په سوشل میډیا پاکستان ته په ماتې ورکولو دخوشحالۍ څرګندونې کړي اؤ دا یوه تاریخي ګټه بللې ده.
خو ددې په نسبت بیا دپاکستان دخلکو لخوا په دغه هکله ډیرې کمې تبصرې په سوشل میډیا مخې ته راغلي دي.
البته دافغانانو دخوشحالۍ په پوسټونو کې یې خپل اختلافي نظرونه ضرور شریک کړي چې تر ډیره حده په پیغورونو اؤ سپکور سپورو وئیلو اډاڼه دي