دافغانستان پلازمینه کابل یوځل بیا یوې درنې بمي چاودنې لړزولی اؤ چارواکي وایي په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي اؤ د۱۴۰ؤ نه زیات ژوبل شوي دي.
دغه چاودنه شنبې په غرمه دشهرنو په سیمه کې دکورنیو چارو د وزارت دپخوانۍ ودانۍ ترڅنګ دجمهوریت روغتون مخې ته په یو سړک شوې ده.
دکورنیو چارو وزارت وایي تر دې مهاله چاودنه کې د۴۰ کسانو مړي اؤ ۱۴۰ ټپیان روغتونونو ته رسول شوي .
په شهرنو کې چې په کوم ځایې کې دغه چاودنه شوې هلته دسولې دعالي شورا اؤ اؤ دکابل دامنیه قوماندانۍ دفترونه هم دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چاودنه دچاودیدونکو موادو نه د ډک یو ایمبولنس دلارې شوې .
At least 40 people were killed and 140 injured in a blast caused by an ambulance packed with explosives in Kabul, Afghanistan. https://t.co/dELnobMSik pic.twitter.com/BvPZOmr6Sy
— CNN (@CNN) January 27, 2018
د چاودنې نه وروسته امنتیي ځواکونو اؤ مرستندویه فعالین د پیښې ځایې ته رسیدلياؤ چاودنه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان روغتونونو ته انتقالوي.
د افغانستان دعامې روغتیا د وزارت د خپرونو مشر محمد اسماعیل کووسي خبریالانو ته ویلي تر دې مهاله وزیر اکبرخان اؤ ایمرجنسيروغتونونو ته ۴۰مړي اؤ ۱۴۰ ټپیان رسؤل شوي .
#WATCH: Spot of the bomb blast in Kabul which killed 17, injuring 110 #Afghanistan pic.twitter.com/jenhdgdlQI
— ANI (@ANI) January 27, 2018
دافغانستان دطالبانو تحریک ددغه چاودنې پړه پغاړه اخستې ده اؤ دعوه یې کړې چې برید کې ۸۰ پورې عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي خو ازادو سرچینو دطالبانو ددغې دعوې پخلی نه دی کړی.
له دې وړاندې په هلمند اؤ کندهار ولایتونو کې په امنیي ځواکونو هم ځانمرګي بریدونه شوي ؤ چې پکې څلور تنه وژل شوي اؤ د۸ؤ عسکرو په ګډون ۱۸کسان ژوبل شوي دي.
طالبانو ددغو بریدونو پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه کوي چې په لسګونو افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په سوشل میډیا ددغه چاودنې په هکله خلکو دسخت خفګان څرګندؤنې کړي اؤ ویلي یي دي کابل لا په کانټینینټل هوټل دبرید له صدمې نه ؤ وتلی چې په یوبل ویر ګډ شو
په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ښاغلی ډاکټر عمر زاخیلوال پخپل یو ټوئټ کې وایي یوه بله ورځ،یو بل ناوړه ترهګریز برید،یوه بله ستره سانحه،یوه بله امنیتي اؤ استخباراتي تشه،زمونږ خواخوږۍ اؤ دعاګانې دلسګونو ځپل شوؤ کورنیو سره دي
Another day, another heinous condemnable terrorist attack, another great tragedy, another security breach & intelligence shortfall in Kabul. Our hearts & prayers are with dozens of innocent victims & their bereaved families. https://t.co/Vu8Vcqe4bd
— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) January 27, 2018
دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل په کابل کې شوي دغه خونړي برید غندنه کړې اؤ په پیښه کې دوژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو د کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده
The people and government of Pakistan condemn the terrorist blast in Kabul and extend heartfelt condolences to the families of those who lost their lives in this reprehensible act. Terrorism is not the way forward.
— Dr Mohammad Faisal (@DrMFaisal) January 27, 2018
په دې وروستیو کې په افغانستان کې دامنیت وضعه په چټکتیا سره دخرابیدو په لوري روانه شوې ده اؤ تیره اوونۍ دکابل په انټرکانټینینټل هوټل یو ځانمرګي برید کې د ۱۴ؤ بهرنیو وګړو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي وؤ چې ددغه برید پړه طالبانو په غاړه اخستې وه خو افغان چارواکو دعوه کړې وه چې دبرید پلان دترهګرې شبکې حقاني وسله والو په پاکستان کې تیار کړی ؤ.
افغان چارواکي دعوه کوي چې په افغانستان کیدونکي بریدونه په پاکستان کې پلان کیږي اؤ دپاکستان په خاوره کې هاغه ترهګر خپلې خوندي ځالې لري چې په افغانستان بریدونه کوي خو پاکستان دافغان حکومت دغه دعوه ردوي اؤ دا دافغان حکومت خپله کمزوري ګرځوي.
امریکا روانه میاشت کې په پاکستان خپلې ټولې پوځې مرستې تړلي اؤ ویلي یې دي تر هاغه وخته به پاکستان ته پوځي اؤ امنیتي مرستې نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې د موجودو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه نه وي اخستئ