پاکستان دافغانستان دښمن دی،خبرې ورسره ګټه نه لري:دولایتي شوراګانو مشران

د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان د ولايتي شوراګانو رييسانو او غړو په افغانستان کې د ترهګرۍ د وروستیو پیښو پړه په پاکستان اچولې اؤ ویلي یې دي پاکستان دافغانستان دښمن دی ، خبرې ورسره هیڅ ګټه نه لري.

دولایتي شوراګانو مشرانو پاکستان سره دخبرو دغه مخالفت په داسې حال کې کړی چې دافغانستان یو لوړپوړی هئېت داسلام اباد په سفر دی اؤ ټاکل شوې ده چې دغلته به دپاکستان حکومتي اؤ‌پوځي مشرانو دی.

دافغانستان دخبري شبکې پژواک دخبر په اساس د شورو په ورځ د ولایتي شوراګانو مشرانو اؤ‌ غړو یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې په پاکستان سخت ټکونه کړي اؤ دغه هیواد یې دافغانستان په بربادۍ تورن کړی دی.

مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې د ننګرهار ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت کابل پاکستان د افغانستان تلپاتې دښمن ياد کړو او ورسره يې د افغان حکومت خبرې بې ګټې وبللې.

هغه وویل پاکستان د افغانستان بربادي غواړي،سل ځله افغان حکومت پاکستان او نړيوالې ټولنې سره اسناد او شواهد شريک کړي خو کومه ګټه یې نه ده ورکړې.

هغه د ترهګرو په وړاندې دافغان حکومت ا‌ؤ امنیتي ځواکونو هلې ځلې ستائیلي اؤ ډاډ یې ورکړی چې دننګرهار خلک یې ترشا ولاړ دي.

پژواک اژانس وایي د کونړ د ولايتي شورا غړي محمد ساپي هم وروستۍ پېښې د افغان وژنې يوه دسيسه ياده کړه او په افغان حکومت يې دغه برخه کې د بېدارۍ غږ وکړو.

هغه وویل” مونږ د حکومت څخه غوښتنه کوو، چې خپلو کورنیو کړکیچونو ته د پای ټکی کېږدي او د بهرني دښمن پر وړاندې يو موټی شي”

د لغمان د ولايتي شورا رييس رفېع الله مموزي تور ولګولو چې پاکستان په افغانستان کې د ګډوډيو په جوړېدو کې خپلې ګټې خوندي کوي او په دې وروستيو کې له هند سره د افغان حکومت د اړيکو له پراختيا سره يې مداخلې لا ډېرې کړې دي.

کنفرانس ته د وينا پر مهال د نورستان د ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوی پر نړيوالې ټولنې غږ وکړو چې پاکستان باندې د فشار راوړلو په مرسته دې دغه هېواد د افغان سولې له بهير سره همکارۍ ته چمتو کړي.

دافغانستان پلازمینه کابل کې دترهګرۍ د وروستیو بریدونو راپدیخوا په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو هم دپاکستان په ضد دافغان چارواکو اؤ مدني فعالینو سخت غبرګونونه مخې ته راځي اؤ پاکستان افغانستان کې دترهګرۍ پیښو ته په دوام ورکولو تورنوي.

پاکستان وایي دترهګرو دملاتړ تورونه رد کړي اؤ وایي افغانستان کې سولې ته لیواله دی خو واشنګټن اؤ کابل دریځ لري چې اسلام اباد افغانستان کې جګړو ته د دوام ورکولو دپاره پخپله خاوره ترهګر ساتلي دي