بدخشان کې د چین د پوځي اډې جوړیدو رپوټونه حقیقت نه لري

د افغانستان ملي امنیت هغه رپوټونه په کلکه رد کړل چې ګواکې چین د افغانستان په شمال کې د پوځي اډې د جوړولو هڅې پیل کړي دي.

دملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه ویلي ، په افغانستان کې د هیوادونو د نظامي حضور د پیدا کولو پریکړه د جمهور ريیس اود پارلمان له تایید او تصویب سره تړلې ده.

هغه وویل "د رسنیو له لارې داسې خبرونه خپاره شول چې د چین ولسي جمهوریت غواړي د بدخشان په غرنیزو سیمو کې نظامي اډه جوړه کړي ، دا رپوټونه ناسم او نادرست رسنیو ته رسیدلي دي او هرهغه هیواد چې وغواړي په افغانستان کې نظامي حضور پیداکړي او یا نظامي اډه جوړه کړي ،دا د افغانستان د پارلمان او د جمهور ريیس د تایید او تصویب وروسته ته دا ډول اقدمات کیږي".

د ملي امنیت د شورا ویاند زیاته کړه ، چین هم په سیمه کې د ترهګرۍ قرباني دی او دافغانستان په شمول د سیمې له ټولو هیوادونو سره همکاري لري.

قادرشاه وايي "مونږد چین له دولت او ولس سره په دې وروستیو کې صمیمانه رسمي او سیاسي روابط لرو د خوپوځي اډې د جوړیدو په تړاو د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ هیڅ ډول خبرې نه دي شوي او دافغانستان له دولت سره د چین دنظامي مرستو بحث هغه جلا موضوع ده".

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو سیاسي څیړونکي نصرالله ستانکزی وايي ،افغان حکومت له چین سره دستراتیژیکو همکاریو هوکړې لري او له دې مخې کیدالی شي چې له افغان دولت سره استخباراتي معلومات شریکړي ، د پوځي تجهیزات او د افغان پوځ په روزنه کې مرسته وکړي او په دې اړه چین علاقمندي لري.

نوموړي له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې د چین د رول په اړه وویل " چین د ملګرو ملتونو دامنیت شورا دایمي غړی دی ،په ډیر دقت سره کولی شي هغه هیوادونه چې د تروریزم ملاتړکوي ،دهغوی پرضد اقدمات وکړي خو دې ټکي ته باید پام ولرو ، چین طبیعتا په دې سترو لوبو کې خپلو ګټو ته او په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو متحدینو ته پام لري او خپلې ګټې په پام کې نیسي".

په بدخشان کې د چین هیواد لخوا دپوځي اډې د جوړیدو خپاره شوي رپوټونه په داسې حال کې دافغان حکومت لخوا رد شول چې د چین له سینګیان ولایت سره افغانستان کابو ۷۵ کیلومټره ګډه پوله لري.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي ،په بدخشان ولایت کې د ختیځ ترکستان د اسلامي تحریک په لسګونه جنګیالي فعالیت کوي او هڅه کوي چې د هیواد شمالي برخې د ناامنه کولو ترڅنګ له چین سره د ګډې پولې واوړي او دهغه هیواد سینګیانګ ایالت ترګواښ لاندې راولي.

په دې وروستیو کې ناټو ځواکونو ویلي ، دافغانستان په بدخشان ولایت کې بي ۵۲ سترو بم غور ځونکو الوتکو دترهګرو ډلو مرکزونه په نښه کړي دي.

د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن په بدخشان کې دترهګرو په مرکزونو دبمباریو نه وروسته ویلي ،د هیڅ یوې ترهګرې ډلې لپاره افغانستان دامن پرځای نشي بدلېدلی.