ننګرهار کې داعش وژلي نهه مړي ترلاسه شوي،لغمان کې۳۰ بنديان خوشي کړی شوي

د افغانستان په ختیځ کې پرته ننګرهار صوبه کې د يو قبر څخه د نهه تنو مړي ترلاسه شوي دي، دغه کسان يو نيم کال وړاندې داعش تښتولي وو.

بل لور ته د لغمان سیمه ییزو چارواکو ویلي ، افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګردرې په سیمه کې د مخالفینو وسله والو په یو زندان هوايي او ځمکني عملیات کړي دي.

د افغان رسنيو ترمخه د ننګرهار چارواکو ويلي دغه کسان نزدې يو نيم کال وړاندې داعش تښتولي چې پکې قومي مشران هم شامل وو.

ځينې راپورونه وايي تښتول شوي کسان ۱۲ وو، خو پرون د يکشنبې، اتوار په ورځ مامند دره کې د نهه تنو مړي په يو قبر کې مالوم شوي او نن بيا خاورو ته سپارل شوي دي.

راپورونه وايي اوس هم په سيمه کې د داعش په ولقه کې ګڼ شمېر کسان بندي دي.
د لغمان ولایت چاروااکو نن د دوشنبې،ګل په ورځ خپره کړې يوه اعلاميه کې ویلي ، د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د وسله والو مخالفینو زندان دافغان ځواکونو تر ولکې لاندې راغی او په زندان کې د ساتل شویو بندیانو شمېر چې ۳۰ تنه وو، دافغان ځانګړو ځواکونو له لوري ازاد کړی شوي دي.

د لغمان چارواکو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي ، وسله والو مخالفینو په دې زندان کې اولسي خلک بندیان کړي وو.

چارواکو دا هم ویلي ، په دې هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې چې له مخالفینو څخه د زندان د نیولو لپاره پېل شوي ، درې تنه وسله وال هم پکې وژل شوي او او دو نور ټپیان شوي دي.

دې خبري منبع ویلي ، په همدې عملیاتو کې افغان ځانګړو ځواکونو له زندان او وسله والو مخالفینو سره د تړاو په تور یوشمېر مشکوک کسان هم نیولي خو د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د دې زندان په اړه تر دې دمه وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.