دپاکستان د۱۹کلنو دکرکټ دلوبډلې یو زلمي لوبغاړي محمد زریاب د لوبډلې نه په بهر پاتې کیدو ځان تیزندي کړی دی.
محمد زریاب د نړیوال کرکټ دپخواني پاکستان لوبغاړي عامر حنیف زوئ ؤ اؤ مطبوعاتي راپورونه وي چې هغه تیره میاشت لاهور کې دنولس کلنو دلوبډلې په سیالیو کې لوبیدلو خو د ژوبل کیدو وروسته له لوبډلې ویستل شوی ؤ .
تیره شپه په کراچۍ کې هغه دخپل کور دننه ځانته تیزندي اچولې اؤ ځان یې وژلی دی.
د محمد زریاب پلار عامر حنیف د خپل زوئ د تیزندۍ مسولیت دهغه په روزونکو اچولی اؤ ویلي یې دي چې زوئ د لوبډلې نه په بهرکولو دخفګانه ځان تیزندي کړی دی.
عامر حنیف په ټولنیزو رسنیو خپل یو بیان کې ویلي چې روزونکو محمد زریاب د زیات عمر په پلمه د لوبډلې نه بهر کړی ؤ اؤ په دې هغه سخت خفه ؤ.
Aamer Hanif the former international cricketer & father of late Muhammad Zaryab telling the reason pic.twitter.com/NlqKnmFHgo
— Shoaib Jatt (@Shoaib_Jatt) February 20, 2018
خو د نولس کلنو د لوبډلې روزونکو په دغه پیښه تر دې مهاله خپل نظر نه دی ښکاره کړی.
محمد زریاب په یوولسم ټولګي کې زده کړې کولې اؤ دکراچۍ څخه یې د نولس کلنو په لوبډله کې استازیتوب هم لرلو.
هغه ۱۱ دوه ورځنیو، اتوؤ درې ورځینو اؤ دوؤ یو ورځنیو سیالیو کې لوبه کړې وه اؤ د درې ورځینو سیالیو په ۱۱ اننګز کې یې ۲۹۹ منډې جوړې کړې وې،
همدغه شان هغه په ۱۷ اننګز کې د ۴۸۳ منډو جوؤلو ویاړ په لاس کې لرلو