د خېبرپښتونخوا صوبې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) وزيراعلی پروېز خټک د خپل ځانګړي فنډ څخه د مولانا سميع الحق په مشرۍ دارالعلوم حقانيه مدرسې ته نورې ۲۷۷ملینه روپۍ ورکوي.
د دې خبرې پخلی د خېبرپښتونخوا د مذهبي امورو او اوقاف وزیرحبيب الرحمان خان ډيوه سره په خبرو کی کړی دی.
نوموړي وويل "دغه پېسې د اوقافو په مد کې وزيراعلی د خپل صوابديدي (ځانګړي واک) لاندې ورکوي او دا د مدرسې د وداني دپاره ورکړی کیږي او دا د هغو مخکنیو ۳۰ کروړو روپو نه علاوه دي".
نوموړي وويل د محکمه اوقاف سره خپلې پېسې نشته او دغه پېسې چې اوس يې وزيراعلی د خپل ځانګړي واک لاندې ورکوي دا د هغه مخکنۍ پروسې (سکيم) برخه ده په کوم کې ۳۰ کروړه روپۍ ورکړی شوې وې.
هغه زياته کړه د دغو پېسو منظوري لا نه ده شوې خو د اوقاف وزارت د وزيراعلی په وېنا دغه سمري ورلېږلې ده او دا "سکيم به ۵۷ کروړ ۷۰ لاکو روپو ته ورسي".
د پي ټي ايي ګوند د خېبرپښتونخوا حکومت په کال ۲۰۱۶م کې هم د مولانا سميع الحق حقانيه مدرسې ته ۳۰ کروړه روپۍ ورکړې وې او په دغسې کولو د سختو نیوکو لاندې راغلی ؤ ځکه چې مولانا سميع الحق ځان د افغان طالبانو روحاني پلار يادوي.
دارالعلوم حقانيه ته په نورو پېسو ورکولو د پاکستان تحريک انصاف په مشرانو اوس هم سختې نیوکې شوي دي.
د عوامي نيشنل ګوند بشری ګوهر په ټويټر ليکلي،
"په خېبرپښتونخوا کې سکولونه بنيادي اسانتیاوې نه لري په ځاې د دې چې د سکولونو معيار ښه کړی شي طالبان خان د اولس پېسې حقاني ترهګرفېکټرۍ ته ورکوي، بايد د خپله جېبه يې ورکړي، ترهګرۍ او تندورۍ ته پېسې ورکول ردوؤ".
Schools in #Pakhtunkhwa lack basic facilities. Instead of investing in quality of public schools, #TalibanKhan doling out public funds to #HaqqaniaTerrorFactory. Should pay out of his own pocket. Reject public funds allocation for mainstreaming of terrorism & extremism.
— Bushra Gohar (@BushraGohar) February 23, 2018
خبريال حسن خان په ټویټر ليکلي،
"نه پوهېږو چې د پي ټي ايي مشر عمران خان په سميع الحق دومره مهربان ولې دی، ۳۰ کروړه مخکې او ۲۷ کروړه اوس نورې، د سېنېټ دپاره يې باور هم ورکړی دی".
کوئ سمجھ نہی آرہی کہ @ImranKhanPTI صاحب سمع الحق صاحب پر اتنے مہربان کیوں ہے۔ 30 کروڑ پہلے اب 27 کروڑ اور۔ سینٹ کےلیے بھی یقین دلایا ہے https://t.co/etkHYFgiw5
— Hasan khan (@hasankhyber) February 23, 2018
سيدشاه رضا شاه ليکلي،
"د خېبرپښتونخوا د اولس پېسې يوې داسې خاص مذهبي مدرسې ته ولې ورکړی کيږي په چا باندې چې د ترهګرو پېدا کولو تور دی؟".
خیبر پختونخوا کے عوام کے پیسے ایک مخصوص مذھبی مدرسے کو، جس پر دھشتگرد پیدا کرنے الزامات ھیں، کیوں دیے جاررھے ھیں؟ @a_siab @marvisirmed @TalatHussain12 @yousafzai_shafi
— Syed Shah Raza Shah (@shahrazashah20) February 23, 2018
د عمران خان د پي ټي ايي ګوند د خېبرپښتونخوا حکومت په يو وخت کې تندلارو طالب وسله والو ته د دفتر خلاصولو بلنه هم ورکړې وه.
پخواني کرکټرباندې د تندلارو مذهبي ډلو سره د اړيکو تورونه لګي او د ترهګرۍ په اړوند د هغه د دريځ له امله نوموړي ته د هغه مخالفين "طالبان خان" وايي.
يو لور ته چې د پي ټي ايي په حکومت دارالعلوم حقانيه مدرسې ته د پېسو ورکولو تورونه لګي نو بل لور ته ځينې خلک دا پوښتنې هم کوي چې ايا دغه پېسې په کوم مد کې خرڅ کيږي؟ چرته ځي؟ او حساب کتاب يې څوک کوي؟.