دماشومې نوکرې وهلو په جرم قاضي اؤ دهغه میرمن زندان ته لیږل شوي

اسلام اباد هائیکورټ یو ځاي قاضي یا جج اؤ دهغه میرمن دخپلې ماشومې نوکرې وهلو په جرم د یو کال دپاره زندان ته لیږلي اؤ ددې تر څنګ یې پرې جرمانه هم لګولې ده.

تیرکال په ځاي قاضي راجا خرم اؤ دهغه په میرمنې ماهین ظفر تور لګول شوی ؤ چې خپله ماشومه نوکره طیبه یې په دردۍ سره وهلې ده .

دهغه اؤ میرمنې په ضد یې د اسلام اباد پولیسو مقدمه درج کړې وه.

دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ددغه پېښې پخپله خبر اخستی ؤ اؤ په ۱۲ جنورۍ کال ۲۰۱۷ یې قاضي خرم دخپلې دندې څخه ګوښه کړی ؤ.

دسترې محکمې لخوا دغه قضیه اسلام اباد هائیکورټ ته لیږل شوې وه اؤ نن د سه شنبې په ورځ داسلام اباد هائیکورټ قاضي عامر فاروق دغه جج اؤ دهغه میرمنې ته د یو کال د بند اؤ د ۵۰.۵۰زرو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

دقاضي راجا خرم په ضد ددغه دوسیې په مهال داسې خبرونه هم په میډیا مخې ته راغلي وؤ‌ چې د وهل شوې جینۍ پلار نوموړی قاضي اؤ دهغه میرمنه بخښلې ده خو وروسته د ماشومې پلار اعظم محکمې ته ویلي وؤ چې هغه یو نالوستی بنده دی اؤ د روغې جوړې په کاغذونو ترې په ټګۍ لاسلیک اخستل شوی دی.