چين به د زړه په ناروغو اخته ۲۵ افغان ماشومانو درملنه وکړي

د چين د سرې مياشتې د بهرنیو مرستو طبي ادارې (رېډکرېسنټ) اعلان کړی چې د چين هېواد به د هغو ۲۵ افغان ماشومان ويړيا درملنه کوي څوک چې د زېږون سره د زړه د سوري په ناروغو اخته دي.

د چين او افغان رسنيو ترمخه چينايي چارواکو ويلي، د دغو ماشومانود کتلو دپاره به د چين يوه طبي ډله افغانستان ته ډېر زر لاړه شي او هلته به دغه ماشومان وګوري.

راپورونه وايي وايي دا دوېم ځل دی چې ۲۵ ماشومان د درملنې دپاره چين ته لېږل کيږي او په دې ډله کې به ‍۱۷هلکان او اته ماشومانې جينکۍ وي.

د سرې میاشتې د سازمان چارواکو ويلي دغه ماشومان چې عمرونه يې د ۱۰ نه ۱۲ کالو پورې دي د درملنې په وخت به ورسره يو، يو تن د کورنۍ ملګری وی.

د چين چارواکو ويلي دغه پروګرام چې تير کال پېل کړی شوی هېواد به يې د دغه ډول ۱۰۰ ماشومانو علاج کوي.

افغانستان کې د چين سفير ليو ژينګ سانګ ويلي دوي هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د صحت او کلتور په برخه کې اړيکې نورې پياوړې کړي.

افغانستان کې د يادې ادارې چارواکو ويلي په دغه هېواد کې نزدې ۶۰۰۰ زره ماشومان اوس په دغه ناروغۍ اخته دي او درملنې ته اړتیا لري.