دشمالي وزیرستان تجارانو دپاکستان پلازمینه کې خپل احتجاجي پرلت وروسته له هغې پایې ته رسولی چې دپاکستان پوځ ورته دشمالي وزیرستان د پولټیکل انتظامیې لخوا لیکلی ضمانت ورکړی چې په ضرب عضب عملیاتو کې د هغوئ شوي زیانونه به ډکوي.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه ځپل شوو ترشلو زرو پورې تاجرانو د حکومت نه د تاوانونو د غوښتنو لپاره په اسلام اباد کښې د تیرو څو ورځو راهسې دغه احتجاج پېل کړی ؤ.
د اسلام اباد نه وړاندې دغه تاجرانو درې ورځې په بنو او څلو ورځې په پېښور کښې هم احتجاجي کېمپونه لګولي وؤ اؤ ګیله یې کوله چې هیڅوک یې خبرې ته غوږ نه نیسي.
دجمعې په ماسخوتن ددغو تجارانو استازو دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي چارو مشر میجر جنرال اصف غفور سره دڅلورو ساعتو یوه اوږده لیدنه کړې ده اؤ پوځ باور ورکړی چې دهغوئ ټولې غوښتنې به پوره کولی شي.
We are through with challenges of ‘clear’ phase after kinetic operations, ‘hold & build’ in progress. Its our home,by working together we shall gradually bring back complete normalcy. Its time to be aware of inimical forces trying to create uncertainty but shall never succeed,IA.
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) April 20, 2018
Brave tribes of FATA have achieved peace & stability after lot of hardships & sacrifices. Restoration of normal life after kinetic operation is part of ‘clear-hold-build-transfer’ strategy. State including security forces is committed to rehabilitate the affected population. pic.twitter.com/digAWkPVH8
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) April 20, 2018
په دغه لیدنه کې پوځ د تجارانو استازو ته لیکلی ضمانت ورکړی چې په شمالي وزیرستان کې دننه په ۲۲م اپریل به دهغوئ لیدنه دپوځي عملیاتو دمشر یا جي او سي اؤ پولیټیکل ایجنټ سره کوي اؤ په دغه لیدنه کې به پخپله د ایيایس پي ار مشر هم موجود وي.
ټاکل شوې ده چې په دغه لیدنه کې به د ضرب عضب عملیاتو په مهال د زیانمن شوؤ تجارانو د تاوانونو راګرځولو دپاره یوه کمیټي هم جوړولی شي.
دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانګی مشر میجر جنرال اصف غفور په ټویټر لیکلي چې د شمالي وزیرستان خلکو ته د ژوند دغوره اسانیو ورکولو ټولې هڅې به وکړل شي.
هغه ویلي دقبائیلي سیمو تورزنو خلکو د ډیرو قربانیو وروسته امن اؤ ثبات ترلاسه کړی دی اؤ ریاست اؤ امنیتي ځواکونه غواړي چې زیانمن شوي خلک بیرته پخپلو پښو ودروي.
په پاکستان کې دا مهال د شمالي اؤ جنوبي وزیرستان په زرګونو خلک د پښتون ژغورنې دغورځنګ دسیوري لاندې په احتجاج بوخت دي اؤ تور لګوي چې پوځ اؤ استخباراتي شبکو په زرګونو پښتانه له خپلو کورونو پورته کړي اؤ بې درکه کړي دي.
دپوځ ویاند ویلي” مونږ ته په قبائیلي سیمو کې له عملیاتو وروسته ددغو سیمو پاکولو چیلنج راپغاړه دی، دا زمونږ کور دی اؤ په ګډه به دلته ژوند معمول ته راؤلو”
جنرال اصف غفور زیاته کړې ده په دې پړاؤ کې مونږ باید دهاغو دښمنانو څخه ځان خبر وساتو چې بې ثباتي رامینځته کول غواړي خو دښمن قوتونه به پخپلو هڅو کې بریالي نه شي.
دپوځ لخوا د لیکلي باور ترلاسه کولو نه وروسته په احتجاج دبوختو تاجرانو مشر محمد شفیق اسلام اباد کې دڅو ورځو راهسې دپیل احتجاجي پرلت ختمولو اعلان کړی دی.