دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ اعلان کړی چې دشمالي کوریا مشر کم جونګ سره به دهغې لیدنه په ۱۲جون سینګار پور کې کیږي.
دزیارت په ورځ پخپل یو ټوئټ کې ښاغلي ټرمپ لیکلي “مونږ دواړه به هڅه وکړو چې دغه موقعه د نړۍ دپاره په بې کچه ځانګړو شیبو بدله کړو”
The highly anticipated meeting between Kim Jong Un and myself will take place in Singapore on June 12th. We will both try to make it a very special moment for World Peace!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) May 10, 2018
دخپل دغه ټوئټ څخه یوازې څو ساعته دمخه صدر ټرمپ هاغو دریوؤ امریکایانو ته هرکلی ویلی چې شمالي کوریا خوشي کړي دي.
دهرکلي دغه ځانګړې دستوره په میري لینډ ریاست کې راجوړه کړل شوې وه چې صدر ټرمپ سره پکې د هغه میرمن منیلا ټرمپ هم ملګرې وه.
په دغه موقعه صدر ټرمپ اؤ دهغه میرمن د امریکایي دهوائي ځواک سي ۴۰جیټ الوتکې ته ورننوتل اؤ دشمالي کوریا څخه راخلاصو شوؤ دریوؤ واړو امریکایانو سره یې لنډې خبرې وکړې.
صدر ټرمپ دکوریا نژاده امریکایانو په خوشي کولو د شمالي کوریا دمشر مننه وکړه اؤ وئ ویل” په حقیقت کې زه داسې فکر کووم چې هغه داسې څه کول غواړي ترڅو شمالي کوریا د اصل نړۍ برخه جوړه شي”
صدر ټرمپ وویل د شمالي کوریا مشر سره دهغه د خبرو اترو موخه شمالي کوریا دې خبرې ته رضا کول وي چې هغوئ خپلې اټومي وسلې له مینځه یوسي.