اشرف غني:دطالبانو د اوربند هرکلی کووم،هرهاغه ګام ستایم چې د وینو توئیدو مخه نیسي

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د طالبانو لخوا د اختر په شپو ورځو کې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي “موږ نه یوازې ددې بلکې دهر هاغه اقدام چې دیني دبهیدو مخه نیسي هرکلی کوؤ”

طالبانو د شنبې په ورځ د اختر په دریوؤ ورځو کې دافغان ځواکونو په ضد د اوربند اعلان کړی چې ددغه اعلان ستائنه په سوشل میډیا هم خلکو په تود انداز کې کړې ده.

تر دې دمخه روانه اوونۍ کې ولسمشر اشرف غني د روژې د ۲۷مې څخه د اختر تر پینځمې ورځې د طالبانو په ضد د یو اړخیز اوربند اعلان کړی ؤ.

دطالبانو د درې ورځني اوربند په اړوند خپل غبرګون کې پخپله فیس بک پاڼه ولسمشر غني لیکلي موږ د طالبانو ددې اقدام ستائنه کوؤ.

ولسمشر غني ویلي “زه له نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د آمريکا د متحدو ايالتونو، د بريتانيې له دولت، اروپايي ټولنې او د اسلامي کنفرانس سازمان څخه هم مننه کوم چې زموږ له اوربند څخه يې ملاتړ کړی”

په ټولنیزه رسنۍ فیس د نظر محمد مطمئین په نوم یو تن لیکلي دافغان حکومت اؤ طالبانو لخوا د اوربند اعلان موږ سولې ته ډیر نزدې کوي.

هغه وړاندې هیله ښکاره کوي چې داسې وخت به هم راشي چې د بندیانو دتبادلې پروسه پیل اؤ دبهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان شي.

دپښتو وتلی شاعر ممتاز اورکزی هم د طالبانو د درې ورځنې اوربند په اعلان خوشحاله دی خو ورسره هیله لري چې اوس به دا اوربند د دریوؤ ورځو نه دریوؤ میاشتو ته غځیږي

زبي احساس په فیس بک لیکلي “نن مو له ولسمشر مننه وکړه چې د وسله الو مخالیفینو سره یې اوربند اعلان کړی اؤ وسله والو طالبانو ته مو افرین وویلو چې لږ تر لږه یې داختر دریوؤ ورځو دپاره دغه غږ ته لبیک وویلو“