کندهار:امنیتي ځواکونو سره نښتو کې۲۵طالبان وژل شوي

افغانستان په کندهار ولایت کې دپاکستان پولې ته څیرمه د طالبانو اؤ امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتو کې ۲۵طالبان وژل شوي اؤ ۱۶ امنیتي سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دکندهار دامنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني خبریالانو ته ویلي دغه نښتې د ارغستان ولسوالۍ په دونکي سیمه کې هغه مهال شوي چې طالبانو د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.

هغه وعوه وکړه چې افغان سرتیرو دطالبانو بریدونو ته سخت ځواب ویلی اؤ په ځوابي ډزو کې ۲۵طالبان وژل شوي اؤ ۱۵نور ژوبل شوي دي.

نوموړي ومنله چې په دغو نښتو کې ۱۶ افغان پوځیان وژل شوي اؤ ژوبل شوي خو دقیقه شمیره یې په ډاګه نه کړه چې د وژل شوؤ عسکرو شمیره څه ده؟

په دې وروستیو کې چې طالبانو دافغان دولت د سولې وړاندیز رد کړی دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دافغان ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ نښتو کې شدت پیدا شوی .

افغان ولسمشر اشرف غني تیره میاشت ویلي وؤ چمتو دی چې طالبانو سره دهغوئ په ټولو شرطونو د نزدې نه خبرې وکړي خو طالبانو د مزاکراتو دغه وړاندیز رد کړی اؤ ویلي یې دي افغان دولت بې واکه ده ځکه هغوئ غواړي چې نیغ په نیغه امریکا سره خبرې وکړي.

افغانستان کې دامریکايي ځواکونو لوړپوړي مشر جنرال جان نکلسن تیره ورځ ویلي وؤ افغانستان کې دامن اؤ سولې له خاطره امریکه طالبانو سره نیغ په نیغه خبرو ته تیاره ده