امریکا سره دطالبانو په خبرو ټولې ستونزې نه هواریږي،دناورین نړیواله ډله

دناورین نړیواله ډله وایي امریکا سره دطالبانو مخامخ خبرې دافغانستان ټولې ستونزې نه شي هوارولی طالبان باید افغان دولت سره د سولې خبرو ته کښیني.

دناورین نړیوالې ډلې پخپل یو بیان کې له طالبانو سره دامریکا مخامخ خبرواترو یادونه کړې او ویلي یې دي چې که واشنګټن طالبانو سره دافغان سولې په تړاو په مستقیمه توګه خبرې وکړي ښايي چې دطالبانو او افغان حکومت ترمنځ دسولې مذاکراتو ته لاره هواره شي.

دغه نړیوالې ډلې ټینګار کړی چې امریکا دې دهمدې هدف لپاره له طالبانو سره دخبرو کولو لپاره خپل پلاوی وټاکي او د مذاکراتو په اجنډا کې دې له افغانستان څخه دخپلو ځواکونو دوتلو مهال ویش ته ځای ورکړي ترڅو افغان حکومت اوطالبانو ته پرهمدې موضوع دخبرو کولو لپاره زمینه برابره شي.

دناورین یا کړکیچ ډله وايي دسولې خبرې اترې کیدلی شي چې په قطر او یا په کوم بل هیواد کې ترسره شي.

که څه هم تر دې دمه طالبانو سره دامریکا دمسقیمو خبرو اترو په تړاو امریکا متحدو ایالتونو لخوا رسمي دریځ نه دی په ډاګه شوی خوپه دې وروستیو کې په میډیا کې طالبانو سره دامریکا دنیغ په نیغه دخبروکولو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

امریکا طالبانو سره دافغانانو په مشرۍ یا مالکېت دسولې د مذاکراتو ملاتړڅرګندکړی او ویلي یې دي چې واشینګتن اماده دی چې دافغان حکومت اوطالبانو ترمنځ دسولې دخبرو لپاره شرایط او زمینه برابره کړي.

دافغانستان حکومت ویلي ، طالبانو سره چې پرهرځای کې وي، دشرایطو وړاندې کولو نه بغیر اماده دی چې دسولې دبین الافغاني مذاکرات وکړي.

طالبانوله افغان حکومت سره دسولې خبرې رد کړي او ویلي دي چې دافغانستان دسولې په تړاو له امریکا سره خبرې کول غواړي.