دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي چې د سولې بحث به واضحه نتیجې ته ورسېږي.اوس هېواد نوي او ځوان نسل ته د سپارلو په حال کې دی اؤ هیله ده دوی به یې له جنګ او ناورین څخه وباسي.
تیره ورځ په چهار چنار ماڼۍ کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت جوړ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ولسمشر اشرف غني وویل “موږ باید تلپاتې تحول راولو، ځکه بهرنۍ مرستې د ځوانانو د اوږدمهالو ستونزو د حل او تلپاتې ثبات لامل نشي کېدی”
ولسمشر وویل”زموږ ټولې ژبې د واحد، پیاوړي او عزتمن ولس په توګه زموږ د ملي یووالي د وصل وسیله ده او دا د ځوانانو مسوولیت دی چې ناورین، کرکه او بې اتفاقي له منځه یوسي”
هغه زیاته کړه، څلور کاله وړاندې افغانستان خطر ګڼل کېده، مګرنن د فرصت په سترګه ورته کتل کېږي، ځکه افغانستان د سیمې څلور لاری دی.
ولسمشر غني وویل نن هیڅوک نشي ویلی چې افغانستان په کومه برخه کې طرحه نه لري.
هغه څرګنده کړه” فساد د ملت او دولت زیر کول او د ماشوم د راتلونکي غلا کول، لوی جنایت دی. راځئ چې په ګډه د خپلو ماشومانو راتلونکی وژغورو او هغوی ته اسانتیاوې ډېرې کړو
هغه وویل موږ د ټاکنو د کمېسیونونو قانوني واکونو ته درناوی لرو او هیچاته په ټاکنو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو. ولس دې په ټاکنو کې ګډون او ځوانان د رای ورکولو د مرکزونو څارنه وکړي.
په دغو مراسمو کې د ځوانانو دچارو معین ډاکټر کمال سادات د یاد معینیت له لوري د ځوانانو د پنځه کلنې ستراتیژۍ، په ملي او بین المللي کچه د ځوانانو د اړیکو د ټینګښت، د ځوانانو پارلمان د جوړولو او زرګونه ځوانانو ته د تحصیل او زده کړو د اسانتیاو د برابرولو یادونه وکړه.
غونډې ته وینا والو وزګارتیا او بې وزلي د له منځه وړلو، د سولې او اوربند، د ژبو انډول او په مورنۍ ژبو زده کړو ته د پاملرنې، اصلاحاتو، د شغلونو د ایجاد، د افراطیت د له منځه وړلو، د درسي سیستم او کانکور ازموینې د ښه والي، د ټاکنو د روڼتیااو د ځوانانو له ظرفیت څخه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د ګټې اخیستنې په اړه وړاندیزونه وکړل.