دهندي فلمونو د تیرو وختونو وتلی پښتون ستوری یوسف خان چې په دلیپ کمار مشهور دی د ناروغتیا له امله روغتون کې بستر کړل شوی اؤ دهغه مینه والو نه دهغه دروغې څټې دپاره ددعا غوښتنه شوې ده.
۹۵کلن دلیپ کمار دتیرې ډیرې مودې راهسې ناروغه اؤ په کور په کټ پروت ؤ خو اوس دهغه د رسمي ټوئټر پاڼې نه ټوئټ شوی چې سینه کې د زخم له امله ورته په ساه اخستو کې ستونزه پیدا شوې اؤ ممبۍ یو سیمه ییز روغتون کې بستر کړل شوی دی.
Saab has been admitted to Mumbai’s Lilavati Hospital as he was bit uneasy due to a chest infection. He’s recuperating. Requesting your duas and prayers. -FF
— Dilip Kumar (@TheDilipKumar) September 5, 2018
دلیپ کمار ته نزدې دهغه یو تن پالونکي فیصل فاروقي پخپل ټوئټ کې ویلي چې دلیپ کمار د عمر د زیاتوالي له امله په ساه اخستو کې تکلیف لري.
دليپ کمار په 11 دسمبر 1922ء کې دپيښور دقصه خوانۍ بازار په محله خداداد کې دپينځوؤ مرلو په يو وړوکي کور کې پيدا شوى ؤ او د8ؤ کالو په عمر دخپل پلار سره هندوستان ته تلى ؤ،
.@TheDilipKumar has been admitted to Lilavati after he complained of breathlessness. Due to advance age, Saab has been routinely visiting the hospital for overall health care and health management. 1/2
— Faisal Farooqui (@faisalMouthshut) September 5, 2018
هغه په لسګونو هندي فلمونو کې زړه پورې کردارونه کړي اؤ په نړۍ کې په اربونو مینه وال لري.
مغل اعظم،کرانتي،کرما،نیا دور،رام اور شیام،سوداګر،ګنګنا جمنا،ګوپي،دیوداس،ان،ادمي،کوه نور مشال،شکتي دیدار اؤ ازاد دهغه مشهور فلمونه دي.
هغه په وروستي ځل کال ا۹۸۸کې په فلم قلعه کې کار کړی ؤ اؤ له هغې راپدیخوا د ناروغتیا له امله په کټ پروت دی.