پاکستان وايي، د کشمیر برهان واني مجاهد دی نه ترهګر

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي، پاکستان په هندي کشمير کښي جګړه مارو ته د مجاهد او ازادي غوښتونکي په سترګه گوري نو ځکه یې د برهان واني په ياد د ډاک (پوسته خانه) ټېکټونه چاپ کړي دي.

نوموړي دا خبره نن د پاکستان سنېټ ته په داسې وخت کې کړېده چې هند په پاکستان باندې له ترهګرو سره د ملاتړ د تورونو پرسر د خبرو کولو نه انکار کړی دی.

هند له پاکستان سره د خبرو نه کولو یو علت دا هم ښودلی وو چې د برهان واني په یاد کې یې د ډاک ټېکټ چاپ کړی.

برهان واني په هندي کشمیر کې له هندي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی و.

پاکستان په کشمیر کې اکثره وسلواله ډلې ازادي غوښتونکې ګڼي خو ملګري ملتونه، هند، امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګر بولي.

په هندي کشمیر کې له ۱۲ نه زیاتې وسلوالې توندلارې ډلې دي.

په دغو ډلو کې حزب المجاهدین، حرکت المجاهدین، جمو کشمیر لیبریشن فرانټ، حرکت النصار، لشکر طیبه او ځینې نورې ډلې د هندي پوځ پرضد جګړه کوي.

هند پر پاکستان تور لګوي، چې د یادو ډلو ملاتړ کوي خو پاکستان وایي، چې د کشمیر د ازادي غوښتونکو یواځې اخلاقي مرسته کوي.